پاکستاني رسنۍ: محمدصادق طالبانو ته د افغانستان دننه د «ترهګرو» ډلو د پټنځایونو شواهد سپاري
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپانې د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه والي نښې لیدل کېږي او کابل ته تللی محمد صادق هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خپل هېواد د اړیکو رغېدو تر څنګ د تعامل کچه لوړه کړي.
په راپور کې راغلي، هغه په دغه سفر کې له طالبانو سره د پاکستان ضد هغو وسلهوالو ډلو اسناد هم شریک کړي، چې په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې وسلهوال بریدونه پلانوي.
د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په دغه سفر کې د امنیتی مسایلو سربېره د ډیورنډ پر کرښه د دوی او طالبانو ترمنځ د رامنځته شویو شخړو او د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.
ټربیون لیکلي، د پاکستاني پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو وزارت اضافي سېکرټر، په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر او د سوداګرۍ وزارت یو تخنیکي ټیم هم شامل وو.
محمد صادق له طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې وروسته، په خواله رسنیو کې ولیکل چې پاکستان له افغانستان سره د دوامداره تعامل او دوه اړخیزو ګټورو اړیکو ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د لوړپوړو چارواکو په کچه به تعامل او خبرې اترې زیاتې کړي.
یاده پاکستاني رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله لیکي، محمد صادق به د طالبانو لوړ پوړو غړو ته داسې شواهد وسپاري چې هغوی د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)، د پټنځایونو پر ضد غوڅ اقدام ته وهڅوي.
په کابل کې د خبرو اترو پر مهال پاکستاني پلاوي د «ټيټيپي» وسلهوالې ډلې د فعالیتونو زیاتوالي او د تورخم پر کرښه د شخړو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
پاکستان په وروستیو کې د ګڼو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې د خپل هېواد د پارلمان ګډه امنیتي غونډه هم راوبلله، چې پکې پرېکړه وشوه چې ځانګړی استازی محمد صادق یې باید کابل ته سفر وکړي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې دوی شواهد لري چې د دوی ضد وسلهوالو د افغانستان خاوره په پاکستان کې د وروستیو بریدونو د پلان په برخه کې کارولې چې پکې د بلوچستان د سبۍ سیمې د رېل ګاډي پر تمځای برید او د بنو پر پوځي قرارګاه حمله هم شامله ده.
پاکستاني چارواکي ادعا لري، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ وسلهوال د رېل ګاډي د برید پر مهال له خپلو قوماندانانو سره په افغانستان کې په اړیکه کې کې وو. همداراز، د پاکستان امنیتي ادارو ویلي، چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي قرارګاه وسلهوال برید کې هم افغان وګړي ښکېل وو.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امیرخان متقي سره د محمد صادق تر لیدنې وروسته یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې پکې د «ټيټيپي» او نورو وسلهوالو ډلو یادونه نه ده شوې؛ بلکې یوازې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د خلکو پر تګ راتګ تمرکز شوی دی.
ټربیوڼ ورځپاڼه لیکي، چې له امیرخان متقي سره د محمد صادق د ناستې پر مهال د «ټيټيپي» موضوع د دغو خبرو اترو په سر کې وه او پرې بحث شوی دی.
تمه کېږي، چې محمد صادق به د یکشنبې په ورځ د (وري درېیمه) هم په کابل کې ځینې ناستې ولاړې وکړي او بیا به بېرته مخ پر پاکستان ولاړ شي.