پاکستان تېره ورځ تر ۲ زره ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته استولي دي
له نږدې یوې میاشتې تړل کېدو وروسته د شنبې په ورځ د (کب دویمه» د تورخم لاره د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوه او پاکستاني چارواکو په لومړۍ ورځ څه باندې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه له دغه لارې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپانې خبر ورکړی، چې د تورخم د پرانېستل کېدو په لومړۍ ورځ ۴۰۰۰زره افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې «۱۹۰۰ تنه» پر پاسپورټونو او پاتې ۲۱۵۰ کسان بیا په جبري توګه له دغه لارې اېستل شوي دي.
همدا راز «۱۱۰۰ سوه پاکستاني وګړي» هم د تورخم له لارې تېره ورځ بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د جګړې له کبله په تورخم کې د پاکستان د مهاجرتي سېسټم تخنیکي وسایل زیانمن شوي او تېره ورځ د انلاین سېسټم پر ځای په قلمي توګه تګ راتګ کوونکي ثبت شوي دي.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، یوازې هغه افغانان چې د پاکستان ویزې لري کولی شي دغه هېواد ته داخل یا ترې ووځي؛ خو برعکس هغه افغان وګړي چې یوازې تذکرې لري د تورخم دروازې دواړه غاړو ته د تګ راتګ اجازه نه لري.
په تورخم کې هغه افغان کډوال چې یوازې تذکرې لري او خپل هېواد ته د تګ لپاره انتظار باسي دې حالت اندېښمن کړي دي.
دغه کډوال غوښتنه کوي، چې پاکستان باید اجاز ورکړي؛ څو خپل هېواد ته پر تذکرو ستانه شي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې ناقانونه افغان کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي.
ځیني تذکره لرونکي وایي، پاکستان هېڅکله خپل هېواد ته د بېرته تګ پر مهال دوی ته دغسې خنډونه نه و جوړ کړي او دې حالت دوی په اقتصادي توګه هم زیانمن کړي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوه افغان له قوله چې افغان پاسپورټ یې لاره؛ خو ویزه ورسره نه وه په تورخم کې خپل هېواد ته د تګ په تمه شېبې شمېرلې، مګر اجازه نه ورکول کېده.
دغه افغان ویلي:« پاکستان اوس په اسانۍ ویزه نه ورکوي او ان تر څو میاشتو پورې به ورته انتظار کوي».
په تورخم کې داسې کسان هم شته، چې افغان پاسپورټونه لري؛ خو د ویزو د نشتوالي له کبله اوس اجازه نه ورکول کېږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
تورخم د ټرانزیټ پر مخ هم بېرته پرانېستل شوی دی. په تورخم کې د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۷۴۰ بار وړونکې موټرې له افغانستانه پاکستان ته ننوتي دي.
په دغو موټرو کې وچه مېوه، د ډبرو سکاره او نور بېلابېل توکي شامل و. همدا راز ۱۳۳ بار وړونکې موټرې بیا افغانستان ته له دغه لارې تللې دي.
تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان له استازي محمد صادق سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په ټرانزیټي لارو او د سوداګرۍ په مسایلو کې خنډونه د کابل او اسلام اباد په ګټه نه دي.
متقي په دغه ناسته کې له پاکستاني پلاوي غوښتي،چې باید د افغان کډوالو له جبري اېستنې ډډه وکړي او په تدریجي توګه باید د کډوالو د اېستلو لپاره اقدام وشي.