طالبانو د کابل د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل د جوړېدو چارې پیل کړې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل په ارغندي سیمه کې د ټرانسپورټي ترمینل د جوړېدو چارې پرانېستې. طالبان وايي د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه «د وري ۳مه» په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ارغندۍ ترمینل د جوړېدو چارې به د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په هېواد کې د ترانسپورټي زېربنا د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او ویې ویل، د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

ملا بردار د پرانیستې د مراسمو پرمهال وویل:« له بده‌مرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له امله دې مهمې برخې ته پام نه دی شوی، بلکې په دې برخه کې شته زېربنا د ټیټ کیفیت له امله تخریب شوې، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.»

برادر د معیاري ترانسپورټي زېربنا ارزښت ته په اشارې سره وویل،چې په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول ددوی په لومړیتوبونو کې دي.

ملا بردار ویلي چې د کابل ارغندۍ ترمینل کې ۴۲ مهم تاسیسات جوړېږي.