امرخېل: ‏زه ځکه له پاکستانه د ستونزو د حل هيله نه کوم چې خپله يې زېږولي

د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل په تورخم کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو د ځورولو په غبرګون ویلي: («زه ځکه له پاکستان د ستونزو د حل هيله نه کوم، چې خپله يې زېږولي.»

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې پاکستان هېڅ ډول بشري، قانوني او د ګاونډیتوب حقوق په نظر کې نه نیسي او ان له هغو افغانانو هم پیسې اخلي، چې قانوني اسناد لري.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې په تورخم کې افغان مسافرو شکایت کړی، چې پاکستاني پولیس له مسافرو په ښکاره توګه بډې اخلي او دوی تنګوي.
د امرخېل په خبره: «متاسفانه پاکستان له کلونو راهیسې په بېلابېلو پلمو افغانان ځوروي او دا لړۍ لا هم دوام لري. ‏دغه هېواد هېڅ ډول بشري، قانوني او د ګاونډیتوب حقوق په نظر کې نه نیسي، ان هغه افغانان چې قانوني اسناد لري، ور څخه پاکستاني پولیس په بېلابېلو نومونو پیسې شکوي.»
د نوموړي په وینا، د پاکستاني پولیسو دغه چلند به د دوی له حکومت سره د افغانانو د نورې او پراخې کرکې لامل شي.
د هغه په خبره: «یوه ورځ خو به خامخا راشي، چې پاکستان د دې ټولو ناخوالو ځواب ورکړي.»
که څه هم د تورخم دروازه له یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره ورځ د مسافرو لپاره پرانیستل شوه، خو په دغه لار تلونکي مسافر وایي چې تېره ورځ پولیسو ډېر تنګ کړي دي.
په تورخم او پېښور ښار کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د بډې اخیستنې مسله تازه نه‌ده، تر دې وړاندې هم دغه ډول شکایتونه کېدل، خو ځیني تذکره لرونکي مسافر هم شکایت لري.
هغوی وایي، پخوا یې کولی شو چې په تذکرو له پاکستانه ووځي، خو اوس پولیس ورته اجازه نه ورکوي او یوازې هغه کسان پرېږدي، چې ویزې او پاسپورټونه لري.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په داسې حال کې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، چې دغه هېواد بې اسناده افغانانو ته د مارچ تر وروستیو پورې له پاکستانه د وتلو وخت ورکړی او د دوی په خبره که افغان کډوال په خپله خوښه له دې هېواد څخه ولاړ نه شي، دوی یې په زور باسي.