اسماعیل یون: کابل پوهنتون د يوې کليوالې مدرسې رنګ خپل کړی

د کابل پوهنتون استاد اسماعیل یون له دندې د منفکۍ په واضاحتي لیکنه کې ويلي، چې «پوهنتون د لرې کلیوالې مدرسې رنګ اخیستی، چې د استاد، محصل، ملازم، ډرېور او لاروي ترمنځ توپير پکې نشته.» نوموړی زیاتوي، د مذهبي پوليسو او ازاد فکره استادانو ترمنځ فضا ورځ تر بلې فکري او فزيکي ټکر ته ځي.

د کابل پوهنتون د استاد محمد اسماعیل یون د منفکۍ په هکله له تېرو څو ورځو راهیسې د پوهنتون لیک لاس په لاس کېږي.

نوموړي نن په دې تړاو یوه واضحتي لیکنه کې ویلي، چې څو ځله یې پوهنتون ته استعفا وړاندې کړې، خو نه ده منل شوې.

هغه په دې لیکنه کې د پوهنتون د ۳۰ کلنې استادۍ خاطرات، لوړې او ژورې لیکلي؛ خو د طالبانو تر واک لاندي د وروستيو کلونو د پوهنتون له تدريسي حالت او وضعت مایوس ښکاري.

استاد یون زياتوي، چې د ناروغۍ، ستړيا او زياتو فرهنګي مصروفیتونوله کبله یې پوهنتون د بې معاشه رخصتي سره موافقه ونه کړه او اوس پر خپلې منفکۍ خواشینی نه دی.

نوموړي لیکلي، چې د پوهنتون فضا دومره مايوسونکې ده لکه «تر جنازې وروسته د فاتحې ټغر چې خور وي».

اسماعیل یون وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف قوانین ورځ تر بلې دومره زيات شول، چې «ږیره پرېښودل جبري شول، ښځينه استادانې جواب شوې او له استادانو د ایمان او علمي سويې د معلومولو د ځانګړې ازموينې اخیستل شروع شول.»

نوموړي ډاډ ښودلی، چې پوهنتون او وطن یې خپل دي او د همدې لپاره لنډ مهالې وقفې زغمي.

په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربه‌لرونکو استادانو د ګوښه‌کېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ځلونو د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي غوښتي څو بېرته هېواد ته ستانه شي.