طالبانو د بلخ ولایت ودانۍ دننه په اته میلیونه افغانیو د «ملا هبت‌الله» په نوم جومات جوړ کړ

په بلخ کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دوی د مشر «ملا هبت‌الله» په نوم د ځانګړي جومات چارې بشپړې شوې، چې پر یو وخت د «۲۵۰ لمونځ کوونکو» ظرفیت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دغه جومات ټول ټال اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې پیسې یې ځینو سوداګرو او پانګه والو ورکړې ده.

دغه جومات د بلخ ولایت مقام دننه جوړ شوی چې د والي په ګډون دولتي کارکوونکي او مېلمانه په کې لمونځونه کوي.

دغه جومات د بلخ د والي او ملا هبت‌الله د نږدې کس محمد یوسف وفا په غوښتنه او لارښوونه جوړ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو د طالبانو د مشر په نوم د دغه جومات جوړیدل «چاپلوسي» بللې ده.

طالبان هڅه کوي چې د حنفي مذهبو لپاره د جوماتونو او مدرسو جوړیدو لړۍ پراخه کړي. دغه ډله چې په حنفي مذهب باور لرونکې ده پرې تور دی چې په هېواد کې یې په نورو مذهبونو یې سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي‌ دي.

دغه ډلې په کونړ کې سلفي مذهبو دیني‌ عالم منع کړي چې په جوماتونو کې به امامت نه کوي‌ او هم به د خپل مذهب له ترویج او تبلیغ څخه هم ډډه کوي.

پر سلفیانو بندیز دی چې په لمانځه کې په لوړ غږ «امین» نه وایي او نه به هم د رفع الیدین «لاسونه تر غوږو وړل» هم نه کوي.

همدا راز راپورونه شته چې دغه ډلې د هېواد په شمال کې یو شمېر اسماعیلیان په جبري توګه مجبوري کړي،‌ څو خپل مذهب پرېږدي او د حنفي مذهب پیروي وکړي.

ملا هبت الله خپلو کسانو ته امر کړی چې د هېواد په بېلابېلو ولسوالیو او لویو لارو کې جوماتونه جوړ کړي.