افغانستان کې لا هم د مخدره توکو له قاچاق او کاروباره طالبان لویې ګټې ترلاسه کوي
ډېپلوماټ مجلې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویلي، سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله بندیز لګولی، خو د تریاکو سوداګري او قاچاق لا هم دوام لري او د سیمې په تور بازار کې یې بیې لوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د مبارزې دفتر (UNODC) د راپور له مخې، د طالبانو د مشر ملا هبتالله له لوري د کوکنارو پر کرکیلې تر بندیز وروسته، د افغانستان د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی، چې د ۲۰۲۲ کال ۶۲۰۰ ټنه څخه ۳۳۳ ټنه ته راکم شوی. همداراز، د کوکنارو د کر مساحت د ۲۳۳ زره هکتاره څخه ۱۰،۸۰۰ هکتاره ته راټیټ شوی.
د تریاکو د بیو لوړوالی او قاچاق
د تریاکو د تولید کمښت، چې تمه کېده د مخدره توکو کاروبار ته به سخته ضربه ورکړي، برعکس د دې لامل شوی، چې د تریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شي.
د یو کیلو تریاکو بیه چې مخکې ۷۵ ډالر وه، اوس ۷۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
دا چټک لوړوالی د تاریاکو قاچاق پر یوې فوقالعاده ګټور سوداګرۍ بدل کړی او د جنایتکارو شبکو، وسله والو ډلو او په ځانګړي ډول طالبانو ته یې د عوایدو لویه سرچینه برابره کړې.
له بلې خوا، افغان بزګران چې د کوکنارو پر کر یې تکیه کوله، اوس له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي، خو هغه طالبان او قاچاقبران چې د تاریاکو کاروبار کنټرولوي له دې حالت څخه لویې لویې ګټې ترلاسه کوي.
د طالبانو دوه مخی سیاست
طالبانو د مخدره موادو په اړه دوه مختلف دریځونه خپل کړي دي. په ۲۰۰۱ کال کې، طالبانو د کوکنارو کر بند کړ، خو وروسته چې یې رژیم سقوط وکړ د تاریاکو قاچاق ته یې لاس واچاوه.
د تېرو شلو کلونو په لړ کې طالبانو د تاریاکو له کاروباره د جګړې لپاره مالي سرچینې برابرولې او ان خپلو وسله والو ته یې پرې معاشونه ورکړل.
اوس هم، سره له دې چې طالبانو رسمي بندیز اعلان کړی، بېلابېل راپورونه ښيي چې د تاریاکو قاچاق د طالبانو تر نظارت لاندې دوام لري.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د افغانستان تولید شوي مخدره مواد د پاکستان، ایران او مرکزي اسیا له لارو نورو هیوادونو ته قاچاق کېږي.
ځینې کارپوهان باور لري، چې طالبان غواړي د کوکنارو د کرکیلې بندیز د نړۍوالو ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره وکاروي، خو لا هم د مخدره توکو پر کاروبار تکیه کوي.
دا مسله د نشه یې توکو په تړاو د طالبانو د سیاستونو تضاد په ډاګه کوي.
اقتصادي اغېزې او د تاریاکو کاروبار راتلونکی
افغانستان په نړۍ کې د تاریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد پاتې شوی او دا سوداګري د دې هیواد د اقتصاد یوه مهمه برخه جوړوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د مخدره توکو اقتصاد د افغانستان د ناخالصو عوایدو ۱۴ سلنه جوړوله.
اوس چې د تاریاکو تولید کم شوی، ډېر بزګران بې کاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د افغانانو سرانه عواید اوس له څلورو ډالرو څخه کم شوی او ډېری بزګران اوس د عایداتو بله سرچینه نه لري.
ډېپلوماټ مجله په مقاله کې د کارپوهانو له قوله لیکلي، د تاریاکو د کښت د مخنیوي لپاره، باید بزګرانو ته بدیل اقتصادي فرصتونه برابر شي، خو په افغانستان کې د دې پر ځای چې پر بدیلونو فکر وشي سخت بندیزونه لګول شوي چې زیان یې عامو وګړو ته رسیدلی دی.
د دغې مقالې له مخې که نړۍواله ټولنه غواړي چې افغانستان بېرته د کوکنارو کښت ته ونه ګرځي، نو باید پر طالبانو فشار راوړي چې بزګرانو ته اقتصادي بدیلونه برابر کړي. که نه، د تاریاکو قاچاق به لا هم د طالبانو د عوایدو یوه مهمه سرچینه پاتې شي او د سیمې بې ثباتي به دوام ومومي.