د بلوچستان حکومت وايي، د بلوڅانو مشران یې د بې قانونه فعالیتونو د هڅولو په تور نیولي

د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشران یې د بې قانونه فعالیتونو د هڅونې په تور نیولي. دغه غورځنګ پرون کوټه کې پرلت پیل کړی او حکومت د ۳ لاریونوالو په وژلو تورنوي، خو حکومت وايي د یوه افغان په ګډون درې تنه د لاریونوالو په ډزو وژل شوي.

د بلوچستان حکومت په رسمي بیان کې نن ادعا کړې، چې تېره ورځ د بلوڅانو یووالي غورځنګ د جعفر اکسپریس په پېښه کې د وژل شویو «ترهګرو» د جسدونو د غوښتنې په موخه په کوټه ښار کې لاریون وکړ.

د حکومت د خبرپاڼې له مخې، دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت او لاریونوالو پر پولیسو د ډبرو وارونه او ډزې وکړې.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د لاریونوالو په ډزو کې د یوه افغان په ګډون درې تنه لاریونوال ووژل شول.

حکومت ویلي، چې د بلوڅانو یوالي غورځنګ مشرانو د وژل شویو کسانو جسدونه له طبي پلټنو د مخنیوي په موخه پولیسو ته و نه سپارل او له ځان سره یې د احتجاج په ډول وساتل.

د بلوچستان صوبايي حکومت د لاریون د پای ته رسولو په اړه نه دي ويلي، خو وايي، د بلوڅانو یووالي غورځنګ مشران یې د خپلو وسله والو ملګرو سره د غیري قانوني فعالیتونو د هڅونې، پر ملکي روغتون د برید او تاوتریخجنو لاریونونو ته د خلکو د هڅونې په تور بندیان کړي دي.

خو د بلوڅو د یووالي غورځنګ خبر ورکړی، چې د شنبې په سهار د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې پاکستاني امنیتي ځواکونو ډاکټر ماهرنګ بلوڅ او څو تنه نورې ښځې نیولې دي.

د بلوڅانو یووالي غورځنګ له تېرو دوو ورځو راهیسې په کوټه کې د بلوڅانو د د حقونو لپاره اعتراضیه ناسته پیل کړې وه او تېره ورځ پولیسو اعرتاض کوونکو بلوڅانو خورولو په موخه برید وکړ.

د غورځګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیسو په ډزو کې درې ته لاریون کوونکي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي.