سرچینې: تورخم دروازه نن د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل کیږي
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې تورخم کې د مسافرینو د ثبت سېسټم کې ستونزې حل شوي او نن دغه دروازه د دواړو خواوو وېزه لرونکو عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانستې ده.
تورخم دروازه ۲۶ ورځې د پاکستان له لورې په تورخم کې د طالبانو لهخوا په ډيورنډ فرضي کرښه د چیک پوستو د جوړولو په غبرګون کې تړل شوې وه.
دلته د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې په پایله کې یې د مسافرینو د ثبت سېسټم زیانمن شوی و.
تېره ورځ د ۲۵ ورځو ځنډ وروسته تورخم دروازه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل شوه او ترڅنګ یې افغان ناروغانو ته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه.
د معلوماتو له مخې د تورخم له لارې هره ورځ د بار وړونکو لاریو تر څنګ نږدې ۱۰ زره مسافر تګ راتګ کوي او په ډېورنډ فرضي کرښه دغه دروازه د سوداګرۍ او د خلکو د بېروبار له پلوه تر ټولو بوخته لار ګڼل کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دفتر د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۶ میلیارد ډالرو څخه اوښتی و.
چارواکي وايي، له تورخم لارې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.