محب الله صمیم: ټي ټي پي د پاکستان پر مټ د طالبانو په لیکو کې ځای پر ځای شوې وه
په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوري نظام د سرحدونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر محب الله صمیم وایي، چې د پاکستاني طالبانو ډله (ټي ټي پي) د پاکستان پر مټ د طالبانو په لیکو کې ځای پر ځای شوې وه، او اوس هم یاده ډله په قبایلي سیمو کې فعاله ده او له هغه ځایه سیمه ګواښي.
هغه له انډيپنډنټ فارسي سره په مرکه کې زیاته کړې، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې شته ترهګرې ډلې نه یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره یو ستر ګواښ دي، بلکې د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو ته ترهګري خورولی شي، ځکه چې په خبره یې شته ترهګرې ډلې، ګډې موخې او یوه ایډیالوژي لري.
ښاغلی صمیم، د پاکستان هغې ادعا ته چې ګواکې «پاکستاني طالبان له ډیورڼد کرښې له پورې غاړې څخه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي» وایي، دا همهغه خبره ده چې په تېر کې به د افغانستان حکومت پاکستان ته تکرار کوله، خو نن دغه هېواد د خپلو کړو نتیجه ګوري او له همدغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دی.
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني وویل چې طالبان دې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب وکړي، «د افغانستان هیڅ ګاونډی به دا ونه زغمي چې افغان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي، له همدې امله، په راتلونکو ورځو او اونیو کې، طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو د ماهیت پریکړه وکړي، چې ایا ټي ټي پي غوره کوي او که پاکستان.»
په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امني تر بل هره وخته پراخې شوې او د وسله والو ډلو فعالیتونه هم چټک شوي دي. پاکستان دعوه لري چې د «ټي ټي پي» په ګدون بلوڅ بېلتون پاله ډلې د طالبانو تر سیوري لاندې له افغانستانه رهبري کېږي.
پاکستاني چارواکو په رسنیو او بېلابېلو سیاسي ناستو کې پر طالبانو نیوکې کړي، چې د دوی ضد وسله والو ته یې په افغان خاوره کې پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبان دغه ادعاوې د پاکستان ځان غولونه بولي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ مخ په پراخیدو ښکاري.
دواړه لوري یو پر بل نیوکې کوي، اسلام اباد کابل ته ګوته نېسي چې له هغې ځایه په پاکستان کې نا امنیو ته زمینه برابرېږي او پر کابل واکمن طالبان بیا اسلام اباد تورنوي چې د دوی خلاف داعش وسله وال روزي.