سور صلیب: افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي
سور صلیب نړیوالې ټولنې د اوبو په نړیواله ورځ د افغانستان په اړه خپل یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد ۳۳ میلیونه وګړي د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
دغه نړیواله اداره په خپل راپور کې د اوبو کمښت په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او د اقلیم بدلون یې لاملونه بولي.
د کابل د پنځمې حوزي اوسیدونکي شفیق الله همکاری وايي،«زموږ ژورې څاګانې په بشپړه توګه وچې شوې دي ځکه چې په تیرو څو کلونو کې د واورې او باران کچه کمه وه. د ځمکې لاندې اوبو په کچه کې چټک کمښت موږ ته د خپلو لومړنیو اړتیاوو لپاره د سوداګریزو اوبو ټانکرونو تکیه کولو پرته بله چاره نه ده پریښې. دا زموږ لپاره په ښار کې یوه لویه ننګونه ده.»
همکار د اټکل له مخې د هغې ۸۰ سلنې افغانانو یوه بیلګه ده چې د باران د نامنظموالي، د تودوخې د لوړېدو او وچکالۍ له سختو اغیزو سره مخ دي.
د سور صلیب نړیواله ټولنه وايي، په کلیوالي سیمو کې وضیعت نور خراب دی، ځکه هلته ډیری خلک غیر تصفیه شوې او باراني اوبو باندې تکیه کوي.
په اففغانستان کې د سور صلیب د نړیوالې کمیټې د پروګرامونو مشر مارټین ډي بویر وايي:«میلیونه افغانان لا له وړاندې له سختو ستونزو سره دي، د څښلو لپاره د اوبو ترلاسه کول او یا د کرنیزو ځمکو خړوبول ورته ناشوني شوي دي. دا حالت د خلکو پر روغتیا، خوراکي خوندیتوب او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ سخته اغیزه کوي.»
نوموړی زیاتوي، چې د اوبو رسولو سیسټمونو، بندونو او د اوبه خور شبکو نشتوالي د اوبو د کمښت ستونزې لا پسې ډیرې کړې دي.
دغه ټولونه وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې د فیض اباد، هرات، کابل، کندهار، خوست، کندوز، میمنې او شینډنډ ښارونو کې د بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو او دوامداره برېښنا ملاتړ په پایله کې له ۱،۱۲ میلیونه زیاتو کسانو ته د پاکو اوبو لاسرسی اسانه کړی.
وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د طبیعي یخچالونو چټک ویلې کېدل په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون لامل شوي چې له امله یې د اوبو لګولو سیسټم او د خوراکي توکو تولید له ګواښ سره مخ کړی دی.