افغان کډوال: د نوي کال لپاره د ثانیو د ټکا پر ځای د پولیسو لهخوا د دروازې درزا ته غوږ وو
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې افغانې کورنۍ د کال د بدلون او نوي کال د راتګ لپاره ثانیې شمېرلې خو د ثانیو دغه ټکا د پولیسو له لوري د دروازې په درزا بدلې شوې، دوی له وېرې دغه شیبې په تیاره او داسې حال کې تېرې کړې چې د ماشومانو پر خولو یې لاسونه ایښي وو ترڅو غږ ونه کړي.
تېره شپه د اسلام اباد پولیسو په یو شمېر سیمو کې د شپې تر ناوخته د هغو افغانانو په لټه کې و چې قانوني اسناد یې نه لرل.
خو تېره شپه زیات شمېر کورنیو په جلا وطنۍ کې د تېر کال د بدلېدو او د نوي کال د ښه راغلاست له پاره شېبې هم شمارلې.
د بشر حقونو فعاله یاسمین یقین نبي زاده د تېرې شپې په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «خلک د نوي کال د لومړۍ ثانیې پیل په خوشالۍ، د ډول په غږولو او د پټاقو په الوزولو سره نمانځي. خو موږ د ۱۴۰۴ کال په لومړیو ثانیو کې د دروازې تر شاه د ولاړو پولیسو او د دروازې په درزولو پېل کړ، په کوټو ننوتو او د ماشومانو د زړونو درزا، د ډار او د قران کریم د سورتونو په تلاوت او د اوښکو تویولو او غږونو په خاموشه کولو لیګا شو، نه پوهېږم چې دې ته د نمانځلو نوم ورکړم او که نه.»
یو بله کورنۍ چې د اسلام اباد په بي ۱۷ ښار ګوټي کې اوسیږي هم د پولیسو له لورې کټ مټ د یاسمین غوندې له کیسې سره مخ شوې.
نوموړې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« له روژه ماتي وروسته پولیس راغلل او د شپې تر دوه نیمو بجو همدلته وو، دوی په کورونو او دوکانونو کې د افغانانو لټون کوه، زموږ وېزې د تمدید لپاره تللي خو ورځ، دوه وروسته به راشي، د کور برقونه مو بند کړل او د ماشومانو په خولو مو لاسونه ایښي وو تر هغې چې پولیس لاړل.»
یادې مېرمن وویل چې د پاکستان حکومت د ویزې تمدید یوې میاشت ته راښکته کړی چې دوی ته په وخت وېزه نه تمدیدیږي او دوه درې ورځې وخت نیسي تر څو چې ویزې تمدید کیږي.
نوموړې زیاته کړه:« موږ هم غواړو چې قانوني پاتې شو، د یوې ویزې لپاره موږ هره میاشت شل زره کالدارې ورکوو، خو چې ویزه ترلاسه کړو دوه ورځې پولیس ثبت او بلې ویزې غوښتنې کې اړوي او دا ورځې پولیس تعقیبوي چې زموږ ویزې کله ختمیږي دوی راځي.»
یادې مېرمنې د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د ویزو تمدید درې میاشتنې یا شپږ میاشتنې کړي چې دوی ته ستونزې نه وي.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ، چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو او نورو ناقانونه بهرنیانو د وتلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل نه دی بدل شوی. دغه وزارت د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنې هم رد کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان د خپل اونیز خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې د حکومت په هغه پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، چې د مارچ میاشتې له پای ته رسیدو وروسته افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استوي.
د پاکستان حکومت د مارچ تر ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې، څو د ACC کارت لرونکي او نور ناقانونه افغان کډوال باید په خپلې خوښې له دغه هېواده وځي او که داسې ونه کړي؛ نو په په زور به واېستل شي.
پر کابل د طالبانو له واکمن کیدو راوروسته یو شمېر هغه افغانان چې د امریکایي پوځیانو تر څنګ یې له امریکايي ادارو او لوېدیځو هېوادونو سره دندې ترسره کړې پاکستان ته کډوال شوي دي.
دغه لسګونه زره کسان چې یوازې ۲۵ زره یې د امریکا د بیا مېشتیدنې پروګرام په تمه ناست دي هم د وتلو له ګواښ سره مخ دي.
یاده دې وي چې په اسلام اباد او پېنډی کې د افغانانو پر وړاندې له تېرو درې میاشتو راهیسې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي، کور په کور د پولیسو تالاشۍ ترسره کیږي چې ویل کیږي په سونو افغانان نیول شوي او په حاجي کمپ کې د بېرته ستنولو لپاره ساتل کیږي، او زیات شمېر ستانه کړل شوي هم دي.