د امریکايي پلاوي او طالبانو لیدنه کې د پردې ترشا څه تېر شول؟

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

د طالبانو حاکمیت کې اول ځل کابل ته د امریکايي پلاوي څرګند تګ ته دوی په ظاهره خوشال دي خو سرچینې وايي، «دې پلاوي د ټرمپ خطرناک پېغام طالبانو ته راوړی و.» سرچینې وايي، دغه پلاوي طالبانو ته ویلي «ټرمپ په غوسه دی او که امریکايي بندیان بې شرطه ازاد نه شي وزارتونه به یې بمبار کړي.»

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بوايلر په غیر رسمۍ توګه او په غیر رسمي لباس کې پرون کابل ته راغی.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد چې اوس د ټرمپ په اداره کې هېڅ کومه رسمي دنده نه لري، هم د دغه پلاوي ملتیا کوله، چې طالبان په خپله ژبه کې پوه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له دغه پلاوي سره لیدلي او د دوی رسمي بیانیه وايي، چې په دې غونډه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

خو سرچینې وايي، دغه امریکايي پلاوي طالبانو ته اخطار ورکړ:« ټرمپ په غوسه دی بندي مو راکړئ.»

د امریکايي پلاوي له خوا په داسې حال کې طالبان ګواښل کېږي، چې اوس هم افغانستان په قلمرو کې امریکايي استخباراتي او بې بېلوټه الوتکې ګرځي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو په ځواب کې دغه پلاوي ته ویلي، چې دوی نه یوازې د زندانیانو په اړه غواړي له امریکا سره خبرې وکړي، بلکې د دوه اړخېزو او سیاسي اړیکو په اړه مذکراتو ته هم لېوال دي.

طالبانو تر دې لیدنې وروسته د جورج ګلیزمن په نوم امریکايي بندي خوشی کړ، خو ویل کېږي چې مخکې یې په بدل کې د خپل بندي د تبادلې غوښتنه کوله.

زلمي خلیلزاد د بندي تر خوشي کېدو وروسته په ټویټ کې لیکلي: طالبانو د ټرمپ د خوشالولو لپاره امریکایی وګړی جورج ګلزمن، چې دوه کاله د طالبانو په بند تېر کړي و، خوشی کړ.

طالبانو تېره ورځ پرلپسې دوه خبرپاڼې خپرې کړې.

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت ویاند مرستیال په لومړی خبرپاڼه کې وویل«د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانگړي استازي اډم بوايلر د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختگ د باورجوړونې پر لور ښه گام وباله.»

په لومړۍ خبرپاڼه کې طالبانو غوښتل، چې د امریکايي بندي جورج ګلیزمن د خلاصون خبره پټه وساتي او وروسته یې اعلان کړي او له دې سره د امریکايي پلاوي سفر ته د رسمي سفر رنګ ورکړي.

کله چې خلیلزاد د طیارې مخته د بندي انځور خپور کړ او ویې ویل چې طالبانو د ټرمپ خوشالولو لپاره ازاد کړ، نو طالبانو دوهمه خبرپاڼه کې ولیکل، د بشردوستانه اقدام په توګه مو امریکايي بندي ازاد کړ.

که څه هم طالبانو په لومړی خبرپاڼه کې وویل چې دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې او بندي ته هیڅ اشاره نه وه، خو تر اوسه نه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نه هم زلمي خلیلزاد د امریکايي بندي له خلاصون علاوه له طالبانو سره دوه اړخېزو اړیکو په اړه کومه رسمي خبرپاڼه نه ده ورکړې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس پنجشنبې په ورځ (کب ۳۰مه) وویل، چې هېواد یې د طالبانو له زندانه د ټولو امریکایي برمته‌شویو بېرته راګرځولو ته ژمن دی.

مېرمن بروس د افغانستان انټرنشنل پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په کابل کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د غونډې اړوند جزییات به له مذاکراتي ټیم څخه د نورو اطلاعاتو تر اخیستو وروسته وړاندې کړي.

د افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د خوشې کېدو ژمنه کړې ده.

طالبانو د امریکايي پلاوي راتګ څخه دوه ورځې مخکې په کابل کې د امریکا د سفارت دېوال څخه کلیمه پاکه کړه او دېوال یې سپین کړ.

دا په نږدې څلورو کلونو کې لومړی لوړ پوړی امریکايي پلاوی دی، چې افغانستان ته سفر کوي.

تر دې مخکې هم په قطر او عربي متحده امارتو کې د امریکا استازو له طالبانو سره ناستې او خبرې کړې دي او په ځانکړي توګه یې د امریکايي بندیانو په تړاو مذکرات کړي دي.
د دغه پلاوي مشري د ډونلډ ټرمپ نږدې همکار او مشهور امریکايي سوداګر اډم بوايلر کوله.

هغه د ټرمپ لخوا د یرغمل شویو لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګڼل کېده، خو استعفا یې ورکړه.

هغه د ټرمپ په اداره کې د ځانګړي حکومتي چارواکي په توګه د یرغمل شویو امریکايي اړوند مسلو تمرکز کړی.
بوايلر د ټرمپ په لومړۍ دوره کې هم فعال و او د اسراییلو او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په عادي کولو کې مرسته کړې وه.
هغه په ​​روسیه کې د امریکا د تاریخ ښوونکی مارک فووګل د خوشې کولو په هڅه کې کلیدي رول ولوباوه.

دغه راز تېره میاشت له حماس سره د غزې د اوربند د غځولو او د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې لپاره د خپلو مستقیمو خبرو لپاره هم ډېر پام ځانته اړولی دی.