طالبان یو ځل بیا وايي، چې ژر به د خپل حکومت کارمنانو ته تنخا ورکړي

د طالبانو ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل يو ځل بیا د ټاکلې ورځې او نېټې له ښودلو پرته وايي، چې ژر به د «اماراتي ادارو» د مالي کال وروستي لګښتونه او د کارکوونکو تنخا ورکول شي. نوموړي ویلي، چې د ادارو حوالې ورته رسېدلې او کارمنان يې په مرکز او ولایتونو کې پر اجرا کولو بوخت دي.

ښاغلي حقمل د جمعې په ورځ ويلي، چې د دې لګښتونو او کارکوونکو ته د تنخا د ورکولو په موخه یې په مرکز او ولایتونو کې اړوند کارمنان د رخصتيو په ورځو هم په دندو بوخت دي.

حقمل که څه هم د خپل حکومت کارکوونکو ته د تنخا د ورکړې نېټه او ورځ نه ده روښانه کړې؛ خو وايي، چې تر کوچني اختر مخکي به ټولو ته تنخا ورسيږي.

نوموړي د ګڼې ګوڼې او وخت ضایع کېدو د مخنيوي په موخه د ادارو له مسولینو غوښتنه کړې، چې د سپارل شویو حوالو مالومات د اړوند سیسټم له لارې تعقیب کړي.

د طالبانو مالیې وزارت او د دې ډلې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سلواغې میاشتې په ۱۹مه نېټه ويلي و، چې د مرغومې میاشتي تنخا په د یوې اونۍ په جريان اجرا شي.

خو تېره اونۍ هم د طالبانو حکومت یوشمېر کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی د وروستیو دوو میاشتو معاش نه دی تر لاسه کړی.

دوی ويلي و، چې طالبانو د معاش دورکړې لپاره کوم مشخص وخت هم نه دی ټاکلی.

کندهار کې د طالبانو د معارف ریاست یوې سرچینې هم د کب په ۱۴مه ویلي و چې د ۶۰۰۰ څخه د زیاتو ښوونکو معاش نږدې درې میاشتې نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې د ادارو د کارکوونکو تنخاوې وروسته له هغه د دريو مياشتو لپاره وځنډېدې، چې امریکا خپلې مرستې وځنډولې.

که څه هم طالبان وايي، چې دا میلیون ډالري کڅوړې د ولس لپاره مرستې وې او دوی پکې لاس نه درلود، خو دې ډلې تېره اونۍ د خپلو کارمنانو معاش کم کړ.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو د معاشونو دا کمښت د نوي کال له پیل عملي کېږي.