پاکستان: افغان کډوال له خپل هېواده خامخا باسو او له دې پرېکړې نه په شاه کېږو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ، چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو او نورو ناقانونه بهرنیانو د وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل نه دی بدل شوی. دغه وزارت د افغان کډوالو د ایستل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنې هم رد کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان د خپل اونیز خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې د حکومت په هغه پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، چې د مارچ میاشتې له پای ته رسیدو وروسته افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استوي.

د پاکستان حکومت د مارچ تر ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې، څو د ACC کارت لرونکي او نور ناقانونه افغان کډوال باید په خپلې خوښې له دغه هېواده وځي او که داسې ونه کړي؛ نو په په زور به وویستل شي.

د ملګرو ملتونو اندېښنو ته د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او نورو ادارو هغه اندېښنې رد کړې چې د افغان کډوالو پر ایستلو پراخې نیوکې کړې دي.

نوموړي وویل: «موږ د یونسیار سره د مشورې کولو مکلفیت نه لرو. اول خو دا چې پاکستان د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی. هر څه چې موږ د تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د افغان کډوالو لپاره کړي، دا ټولې بشري مرستې وې. پاکستان له خپلې برخې څخه ډېرې زیاتې همکاري کړي، خو له دې وروسته افغانان باید د پاکستان ویزه ولري.»

دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د افغان کډوالو د تدریجي ستنېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په کابل کې له بهرنیو ډېپلوماټانو سره د روژه ماتي پر مهال وویل: «افغان کډوال باید په درناوي سره بېرته ستانه شي، دا پروسه باید تدریجي وي نه ناڅاپي.»

د پاکستان حکومت د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو بهیر د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ څخه پيل کړی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، کډوالو ته د خپلې خوښې ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شوی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د روان کال په سر کې څو پړاویزه تګلاره تصویب کړه چې له مخې یې نږدې درې میلیونه افغان کډوال له دغه هېواده ایستل کېږي.

اسلام‌ اباد سره له دې چې د نړۍوالو بشري ادارو له انتقادونو سره مخ دی، یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د کډوالۍ قوانین به ارو مرو پلي کوي.

همدا راز هغه افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو د POR کارتونه لرونکي کولای شي د روان زېږدیز کال تر پایه په دغه هېواد کې پاتې شي.

د معلوماتو له مخې د افغان کډوالو ډېر شمېر یې له لسیزو راهیسې د پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.

پر کابل د طالبانو له واکمن کیدو راوروسته یو شمېر هغه افغانان چې د امریکایي پوځیانو تر څنګ یې له امریکايي ادارو او لوېدیځو هېوادونو هېوادونو سره دندې ترسره کړې پاکستان ته کډوال شوي دي.

دغه لسګونه زره کسان چې یوازې ۲۵زره یې د امریکا د بیا مېشتیدنې پروګرام په تمه ناست دي هم د وتلو له ګواښ سره مخ دي.

اندېښنې دا دي چې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو دغو افغان متحدینو ته د طالبانو له لوري مرګوني ګواښونه پېښ دي او که افغانستان ته ولېږل شي ؛نو د ژوند او مرګ ترمنځ ایسارېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار څه موده دمخه خبرداری ورکړی و، چې د هغو افغان کډوالو د ایستل کیدو پر سر هم غور کوي، چې امریکا او لوېدیځو هېوادونو یې د پناه غوښتنې قضیې رد کړي دي.