سمنک او د سمنک مېله

مرضیه حفیظي
مرضیه حفیظي

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

نوروز له سمنک پرته داسې دی لکه کابل کې چې ژمی وي، خو واوره نه وي. لکه یو مشهور متل دی چې «کابل دې بې زرو وي، خو بې واورو نه.» دا خبره په نوروز کې له سمنک سره هم پرتله کولای شو، ځکه سمنک پخول د نوروز د نمانځلو ترټولو مهم سمبول دی.

«سمنک در جوش، ما کفچه زنیم، دیگران در خواب، ما دفچه زنیم» دا هغه فلکلور او نامتو سندره ده، چې ډېرو سندرغاړو ویلې ده او له بلې خوا هرکال دا سندره په ډېرو کورنو کې د ښځو له خوا هغه وخت زمزمه کېږي، چې سمنک پخوي.

د ښځو لپاره د نوروز تر ټولو ښایسته رسم او جشن همدا د سمنک پخولو مېله ده او سمنک یوازې یو پخلی نه دی، بلکې د ښځو ترمنځ د خوږو کیسو، نڅاوو او ټوکو ټکالو یوه ډکه مجموعه هم ده.
افغان مېرمنې د خوشحالۍ پر دغه ورځ د خپلو دوستانو او خپلوانو کره راټولېږي او له غنمو سمنک باندې کوي، یوې خوا ته د دېګ تپونه راخېژي او ځوانې نجونې دېګ کې څمڅمې وهي او بله خوا بیا یو شمېر مېرمنې چې زړونه یې له مستۍ څخه ډکې وي، د خوشحالۍ سندرې وایي او لاسونه پړکوي. د ښځو دودیزې جامې او نڅاوې بیا دغې مېلې ته جلا ښکلا وربښي.
سمنک د «نوروز» د خوږو وېشلو یوه لویه بهانه وه او ده، چې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ایران کې هم د سمنک نوروزي مېله په جوش ترسره کېږي. تاجکستانۍ مېرمنې پارکونو کې مېلې جوړوي، په ډلو ډلو نڅاوې کوي او د سمنک تر چمتو کېدو خپلې خوښۍ اظهاروي.
سمنک چې یو ډول خواږه خواړه دي، د غنمو له شېرې څخه جوړېږي او پخېدل یې شاوخوا دیارلس یا څوارلس ساعتونه وخت نیسي.

سمنک د کلتوري او فرهنګي دود له‌مخې، د نوي کال د نذر په توګه هم ګڼل کېږي.

د سمنک په اړه د خلکو باورونه او افسانې
په ځینو سیمو کې روایت شته، چې اووو خوېندو به یو ځای سمنک پخاوه، شپه به یې د دېګ تر څنګ ویښه تېره کړه او دعاوې به یې کولې.

د دې ترڅنګ یو بل روایت هم شته، چې ویل کېږي په تېرو وختونو کې به چې کله نارینه د جګړو ډګرونو ته تلل، ژر به نه راګرځېدل نو د کور ښځو او ماشومانو به د خوړولو لپاره په کافي اندازه څه نه درلودل، غنم به چې په هغه وخت کې په اسانۍ سره پیدا کېدل ښځو به ترې سمنک پخول، ځکه سمنک د مېلې ترڅنګ قوي خواړه هم دي او ډېرې روغتیایي ګټې لري.

په افغانستان، ایران او ځینو نورو سیمو کې خلک باور لري، چې سمنک امېندواره مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته ځواک ورکوي او د کور برکت ډېروي.

سمنک څنګه جوړېږي؟
د سمنک پخول خورا ستونزمن کار دی او ساعتونه وخت نیسي، خو هغه څه چې د تخار ولایت اوسېدونکې مومنه چمتو کوي، لږ تر لږه د ځایی خلکو او د هغې د خپلوانو ترمنځ مشهور دی او د ښه پخولو مهارت او هنر یې ډېر کسان نه لري.
مېرمن مومنه چې اوسمهال شاوخوا د اویاوو کلونو ده، وایي چې له لسیزو راهیسې په خپل کور کې په هر ډول اقتصادي حالاتو کې د سمنک مېله او مېلمستیاوې جوړوي او دا ډول نماځل ورته له مور او نیاګانو څخه میراث پاتې دی.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د سمنک دودیزه مېله هر کال د ښځو په راغونډېدو، کیسې کولو، چمبه وهلو، نڅاوو او سندرو ویلو سره نمانځل کېږي.
هغه وایي: «کله چې ښځې دې مېلې ته راغواړم نو د سمنک ترڅنګ نور خواړه هم پخوو، که مو اقتصادي حالت سم وي نو رقم رقم خواړه تیاروو، خو که مو کله اقتصادي حالت ډېر ښه نه وي، په دوه درې رقمه خوړو اکتفاء کوو او دغه دود پر ځای کوو.»
له نوموړې څخه مې وپوښتل چې د سمنک پخول ولې ساعتونه وخت نیسي؟ هغې په ځواب کې وویل: «د سمنک د پخولو یوازې څو ساعتونه نور کسان ګوري او تجربه کوي، په اصل کې دا د څو ورځو کار دی، ځکه په لومړي سر کې غنم په لویو لویو لوښیو او یا پتنوسونو کې اچول کېږي، چې شنه شي او سبزه وکړي، هره ورځ باید تازه وساتل شي او رسېدګي باید ورته وشي. ترهغه وروسته چې د سمنک سبزه په لسو دولسو ورځو کې شنه شوه بیا د جوړولو پلان ورته جوړېږي، هغه ښځې چې د سمنک پخولو ته راځي تر هر څه مخکې د سمنک په سبزه کې نیت کوي او فال ګوري، بیا د سمنک سبزه قیچي کېږي. د سبزې له قیچي کولو وروسته د هغه تر لاندې غنم د غوښې له ماشین څخه اېستل کېږي او څو څو ځلې له اوبو اېستل کېږي، بیا په یوه لوی دیګ کې اچول کېږي او د دېګ لاندې اور بلېږي. په دې وخت کې بیا په دېګ کې د غنمو د شیرې له اچول شویو اوبو سره اوړه هم ګډېږي البته اوړه باید په اندازې واچول شي.»
د تخار د دغې اوسېدونکې په خبره: «د سمنک پخول ساعتونه وخت نیسي او په متواتر ډول باید څمڅې ووهل شي. دومره باید ولړل شي چې په غلظت ورسېږې او په دې جریان کې یوه اندازه چهارمغز له پوست سره یې تر مینځلو وروسته ور اچول کېږي. سمنک چې په غلظت ورسېده باید د څو نورو ساعتونو لپاره دم ورکړل شي.»
د هغې په خبره، کله چې د سمنک دم ورکول هم خلاص شي ټولې ښځې له دېګ سره راټولېږي او دعاوې کوي، پاخه شوي سمنک په ترتیب سره بېلابېلو لوښیو کې اچول کېږي او په کور کې د راټولو شویو ښځو په ګډون د سیمې خلکو ته ورکول کېږي.
د مومنې د خبرو جالبه برخه دا وه، چې هغو کورونو ته چې سمنک ورکول کېږي د دوی په لوښي کې هر کس د خپل توان په اندازه سوغات ږدي، یعنې د دوی لوښی بېرته خالي نه ورکول کېږي.

د سمنک تاریخچه
د نړۍ هر ملت د ژوند د بېلابېلو مناسبتونو لپاره خپلې ورځې لري، چې د هغه ملت تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د هماغه ځانګړي ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي.

له دغو کلتوري او فرهنګي برخو څخه یو یې هم د سمنک مېله ده.

سمنک د لرغونې تاریخي مخېنې له امله د زرګونو کلونو راهیسې د خلکو ترمنځ دود دی.

سمنک په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او نورو فارسي‌ژبو او مرکزي اسیا هېوادونو کې پخېږي.
سمنک ډېری وخت د پسرلي په موسم په ځانګړې توګه د نوروز د جشن پرمهال، د برکت، نوي ژوند او سمسورتیا د نښې په توګه پخېږي.

باور دا دی، چې سمنک د اریایانو له دورې راهیسې دود و او د غنمو جوانې د ودې، زرغونتیا او نوي ژوند نښه ګڼل کېده، نو له همدې امله یې د پسرلي له را رسېدو سره پخول.

د هخامنشیانو او ساسانیانو په زمانه کې غنم د برکت او شتمنۍ نښه ګڼل کېده، نو خلکو د حاصلاتو د ښه‌والي لپاره سمنک پخاوه.

له اسلام وروسته هم دې دود دوام وکړ او مسلمانانو دا خواړه د برکت، روغتیا او قوت د سرچینې په توګه منلی دی.

د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ میلیون وګړي نوروز نمانځي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نوروز رخصتي له منځه تللې او د دې ورځې ځانګړی لمانځل منع شوی، خو تر دې وړاندې د کابل او مزار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو سره دغه ورځ نمانځل کېده.
نڅاوو، مېلو، د کورنیو ګډون او د بېلابېلو لوبو ترسره کولو به په کابل او مزارشر کې د دغې ورځې نمانځلو ته نوره ښکلا هم وربخښله.