د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته تللی

سرچینې وايي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن کابل ته تللی. ویل کیږي چې محمد صادق به له طالب چارواکو سره پر ډیورند کرښه پر ورستیو را ولاړو شویو ستونزو خبرې وکړي.

د محمد صادق د سفر په اړه تر اوسه طالبانو او پاکستان څه نه دي ویلي او نه هم د یاد سفر په اړه نور جزیات ورکول شوي دي.

د راپورونو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې کابل ته د صادق خان دا دریم سفر دی، چې په تورخم کې له ډیورنډ کرښې سره د طالبانو د پوستې جوړولو له امله تر جنجال وروسته کېږي.

د دې پوستې له امله د دواړو لورو ترمنځ د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې وشوې او هم دا لار د ۲۵ ورځو لپاره بنده وه، خو تېره سې شنبه بېرته لاریو ته پرانیستل شوه.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر خپلمنځي نښتو سربېره پاکستان بیا بیا د طالبانو حکومت د دغه هېواد ضد وسلوالو ته په پنا ور کولو تورنوي، خو طالبان ورته تورونه ردوي.

دا سفر په داسې مهال دی چې پاکستان د کډوالو لپاره د مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ټاکلې او ترې غوښتي یې دي، چې له دغه هېواد ووځي.