ټامي بروس افغانستان انټرنشنل ته: له طالبانو سره په بحث کې اوږدمهاله موضوعات مطرح دي

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو‌اترو په هکله د افغانستان انټرنشنل خبریالې د پوښتنې په ځواب کې د امریکايي یرغمل شویو کسانو بېرته راګرځول د دغه سفر لومړیتوب بللی دی.

مېرمن ټامي بروس د جمعې په ورځ (د وري لومړۍ)زیاته کړې چې د اوسني وضعیت او شرایطو د بدلون لپاره اوږدمهاله موضوعات هم مطرح دي.

افغانستان ته د امریکايي پلاوي له سفر او د جورج ګلزمن خوشېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو له‌خوا د نورو نیول شویو امریکايي وګړو په هکله اندېښنه لري.

د دغه وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني پوښتنه کړې: «له څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره امریکایي استازي کابل ته لاړل او له طالبانو سره یې خبرې‌اترې وکړې. ایا دا د طالبانو پر وړاندې د امریکا د نوي ډېپلوماتیک چلند په مانا نه‌ده؟ د امریکايي یرغمل د خوشې‌کېدو علاوه، د نورو کومو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي؟»

ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «اوس مهال په دې هکله جدي ستونزې شته چې په‌کې ښکېل یوو، خو ډېره مهمه دا ده چې امریکایان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د امریکایانو د بېرته راګرځولو علاوه د اوسني وضعیت د بدلون لپاره پر اوږدمهاله موضوعاتو هم بحث شوی دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې تړاو د نورو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه کړې او ټینګار یې درلود چې په دې مذاکراتو کې سیاسي ملاحظات شته دي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یو امریکایی پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو په بند کې د متحده‌ایالاتو د بندیانو په تړاو یې د دغې ډلې له چارواکو سره خبرې‌اترې کړې دي.

د یادونې ده چې دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته کابل ته د امریکايي پلاوي لومړنی سفر دی.