په هلمند کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه کې ۱۷ تنه ټپیان شوي

هلمند کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، نن غرمه د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ بازار کې دوو وروڼو ترمنځ شخړه کې د لاس بم د چاودنې له امله ۱۷ تنه ټپي شوي. هلمند کې ایمرجنسي روغتون هم مني چې د دې پېښې له ځایه ۱۷ ټپیان ور وړل شوي، چې پنځه یې نازک حالت لري.

د سرچینو په خبره، دغه وروڼه د دوکانونو د ملکیت پر سر خپلو کې لاس ګرېوان شول او کله چې خلکو ګواښل یوه لاس بم ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۱۷ کسان ټپیان شول.

سرچینې وايي، په دې پېښه کې همدا بم چاودوونکی ورور ټپي شوی او هغه بل ته زیان نه دی رسېدلی.

هلمند کې ایمیرجنسي روغتون پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې په ګرشک بازار کې د چاودنې له ځایه ۱۷ کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوي دي.

د روغتون د معلوماتو له مخې د پنځو کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

په هلمند کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې او د دغو کسانو د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.