د هند بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانانو سره د مرستې لپاره له طالبانو سره په اړېکه کې دي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د طالبانو له حکومت سره د نوي ډېلي د تعامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:«هو موږ له طالبانو سره اړیکې لرو، خو دلته دوه مهم ټکي دي، یو دا چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او بل دا چې موږ غواړو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر په «رایزېنا ډیالوګ» له طالبانو سره د هند د تعامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه.

نوموړی وايي:« د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره، موږ طبیعي ده چې له هغه چا سره تعامل کوو، چې واکمن وي. له ۲۰۲۱ کال راهیسي افغانستان له سختې لوږدې سره مخ و موږ پنځه سوه زره ټنه غنم ورکړل، د کرونا وبا پررمهال دوی له واکسیني بحران سره مخ وو موږ په اساسي ډول واکسینونه ورکړل.»

جې شنکر له طالبانو سره د اړیکو ساتلو په اړه توضحیات ورکړي او وايي، د افغانستان د خلکو د ستخو حالاتو ته نه منتظر کیږي او د انساني خواخوږۍ له مخې به له افغانستان سره د مرستو لاره مومي.

ښاغلی شنکر وايي:«موږ غواړو د افغانستان له خلکو سره خپلې اړیکې وساتو او همدا زموږ اساسي انګیزه ده.»

همدارنګه د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په وړاندې د لویدیځ پر دوه ګونو سیاستو نیوکې کړې.

شنکر د طالبانو او تحریرالشام ډلو ترمنځ د غیر مستقیمې پرتلنې په ترڅ کې وویل، چې پروني بنسټپالي د نېکټايي او درېشۍ په اغوستلو ښه بلل کیږي، خو هغه خلک چې دوی په دوحه او اوسلو کې ورسره خبرو ته ناست وو، نن چې د دوی لپاره مناسب نه دي، کارونه یې ښه نه بلل کېږي.

په دې ورستیو کې د طالبانو او هند اړیکې د پراختیا په حال کې دي، د په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لوړمړي ځل د روان کال په جنوري کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم میسوري د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په دوبۍ کې وکتل.

په دغه لیدنه کې هند ژمنه وکړه، چې د افغانستان د روغتیا ‍په سکټور او د کډوالو د بیا میشتېدونې په برخه کې مرستې وکړي.