سرچینې: تورخم دروازه د جمعې په ورځ هم د عامو خلکو پر مخ بنده ده

په تورخم کې د پاکستان د مسافرینو د ثبت سېسټم کارکوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د مهمو تجهیزاتو د بیارغونې په موخه نه‌شي کولای دا دروازه نن د جمعې په ورځ د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړي.

تر دې مخکې و د ثبت سیستم مسولینو ویلي وو چې د جمعې په ورځ به د تورخم دروازه د عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې خلاصه وي.

دغه مسولینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ځینې ​​مهم تجهیزات لا هم د پاکستان له خوا ترمیم ته اړتیا لري، نو نشي کولی چې دروازه د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړي.

د دوی په وینا تر هغې چې حالت عادي کیږي او وسایل ترمیم کیږي عام خلک دې هڅه نه کوي چې تورخم ته راشي.

تورخم له ۲۵ ورځو د ټرانزیټ، ناروغانو او عامو خلکو پر مخ بند وو خو تېره ورځ د بار وړونکو موټرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شو او تمه وه چې نن جمعه به د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي خو د وسایلو د ترمیم په موخه لا هم عام خلک نشي کولی په تورخم تګ راتګ وکړي.
دا چې دا دروازه به کله د عامه تګ‌راتګ پر مخ خلاصه شي، د تورخم د مسافرینو د ثبت سېسټم کارکوونکو یې په تړاو څه نه دي ویلي.