د امریکايي زندانیانو خلاصون؛ زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند وايي، په دې غونډه کې، چې په بهرنیو چارو وزارت کې شوې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

متقي په دې ناسته کې ویلي، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره متوازنې او مثبتې اړیکې غواړي او واشنګټن ته په کار ده چې له کابل سره د خبرو اترو لاره خپله کړي.

هغه ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د شل کلنې جګړې له سیوري ووځي او سیاسي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي.

بوايلر، چې د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی دی، د بندیانو تبادلې ته په اشارې ویلي، چې دا پرمختګ د باور جوړونې مهم ګام دی.

طالبان وايي، چې نوموړي د امنیت ټينګښت او مخدره موادو برخه کې د دې ډلې هڅې ستایلې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امریکايي استازي له خولې وايي، « اډم بوايلر د دواړو لوريو ترمنځ د خبرو پر دوام ټينګر وکړ او د خبرو له لارې يې د اړيکو تقويت مهم وباله. نوموړي وويل، دواړه هېوادونه تاريخي اړيکې لري چې ځينو پړاوونو کې ستونزې هم وې، اوس مهمه دا ده چې راتلونکي ته وګورو».

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته سفر کوي.

زلمي خلیلزاد د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې تړون په لاسلیکولو کې ټاکونکی رول درلود، چې د امریکايي ځواکونو وتلو او د طالبانو واکمنېدو ته یې لاره پرانېسته.

زلمي خلیلزاد او امریکايي پلاوي تراوسه ددغه سفر په تړاو څه نه دي ویلي.