د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د تدریجي راستنیدو غوښتنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ ډېپلوماټانو ته په مېلمستیا کې چې د پاکستان سفیر هم په کې حاضر وو له نړۍوالو وغوښتل چې افغان کډوال دې تدریجي راستانه کړل شي.

د دې میاشتې په پیل کې، د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارت (ای سي سي) لرونکو او همدارنګه ټولو ناقانونه بهرنیانو ته "سپارښتنه" وکړه چې د بیرته ستنیدو د یوې برخې په توګه د مارچ تر ۳۱ پورې پاکستان پریږدي.

ای سي سي د پیژندنې هغه سند دی چې د نادرا له‌خوا راجستر شوی او افغانانو ته صادر شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان(ای او ایم) په وینا، ای سي سي افغانانو ته په پاکستان کې د اوسیدو پر مهال لنډمهاله قانوني حیثیت لرونکی کارت دی .

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د اته لکو څخه ډېر د ای سي سي کارت لرونکي اوسیږي.

د طالبانو وزير امیر خان متقي دا څرګندونې په كابل كې مېشتو ډېپلوماټانو ته د روژه ماتي په یوې غونډه کې چې د پاكستان سفير عبيد الرحمن نظاماني هم حاضر وو، وويل چې په تېرو څلورو لسيزو کې ميليونونه افغانان د پاکستان او ايران په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ هيله دا ده، لکه څنګه چې تر اوسه د مېلمه پالنه ترسره شوې، په راتلونکي کې به هم له کډوالو سره شوې مېلمه پالنه همداسې روانه وي او د هغوى راستنېدل به په تدريجي او سوله ييز ډول وي."

متقي ټینګار وکړ چې موږ په ټول هېواد کې امنیتي ستونزې نه لرو، خو ځینې ستونزې شته چې په یوه وخت کې د کډوالو راتګ ته چمتووالی ستونزمنوي هغه زیاته کړه: «کډوالو ته باید درناوی وشي او د هغوی راستنېدل باید تدریجي او باعزته وي.»

نوموړي د کډوالو په برخه کې له نړۍوالو سازمانونو هم د مرستې غوښتنه وکړه او له هېوادونو یې وغوښتل چې صبر وکړي او له کډوالو سره ښه چلند وکړي.

متقي په خپلو خبرو کې د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو یادونه هم وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې له تېرو درې میاشتو راهیسې د پولیسو برخورد خورا سخت شوی، کور په کور د دوی تلاشۍ روانې دي او زیات شمېر افغان کډوالو په اسلام اباد او پېنډۍ کې نیول شوي او حاجي کمپ ته وړل شوي چې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي، نن هم د اسلام اباد په بېلابېلو ځایونو کې د پاکستان نیمه پوځي ځواکونو د افغان کډوالو لټه کړې ده.