نوی کال؛ د افغانستان حالاتو ته لنډه کتنه
که د تېرو ۸۰ کلونو تاریخ ته نظر وکړو، د افغانستان په تړاو په متحدهایالاتو کې د ډیموکراټانو او جمهويغوښتونکو د حکومتونو ښکېلتیا او نهښکېلتیا په پالیسیو کې هېڅ توپیر نه و/نه دی او نه هم افغانستان د امریکا لپاره په اقتصادي، پوځي او سیاسي سیاستونو کې حیاتي ارزښت درلود.
همداراز د انګریزانو او شورویانو لپاره هم افغانستان کوم حیاتي اهمیت نه درلود. ممکن ډېری دا پوښتنه وکړي، چې حیاتي ارزښت یې نه درلود، نو دوی په افغانستان کې څه کول؟
عامو افغانانو ته دا پوښتنه مهمه ده، چې ځان پرې پوه کړي.
ما لیکلي چې حیاتي ارزښت یې نه درلود، مطلب دا چې دوی افغانستان، د وسیلې په توګه د یو بل پر ضد کارولو.
داسې نه وه چې که دوی له افغانستانه ووځي، نو اسمان به راښکته او دوی به له منځه لاړ شي.
البته د افغانانو لپاره د دوی راتګ او تګ حیاتي موضوع وه، د شاعرانو او ملایانو خبرې به پر خپل ځای پرېږدو چې د کاذب غرور په ترویج کې یې څه رول درلود او یا یې لري.
دلته به بیا ځيني ووایي چې افغانانو اختیار نه درلود او څه چې دوی غوښتل هغه کېدل، داسې نه ده.
په ډېرو مواردو کې افغانانو د دوی له ښکېلتیا او نهښکېلتیا پالیسیو څخه ګټه اخیستلای شوه.
له بده مرغه، تر اوسه هېڅ یو داسې مشر په افغانستان کې راپیدا نهشو، چې د خپل هېواد د ګټو په رڼا کې د زبرځواکونو د ښکېلتیا او نهښکېلتیا له سیاست څخه د افغانستان لپاره ګټه پورته کړي.
پاکستان په دې کار کې تر ډېره حده هوښیار و او په دغه سیمه کې له انګریزانو څخه نیولې، د روسانو، چین او د امریکا متحدهایالاتو د ښکېلتیا او نهښکیلتیا له پالیسیو څخه ډېره ګټه پورته کړه او ان دا دی پر یوه اټومي ځواک بدل شوی دی.
پاکستان ځکه ګټه واخیستله چې هم یې د امریکا او هم یې د اروپا په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، رسنیزو، تحقیقاتي مرکزونو او امنیتي برخو کې منظمه لابې درلوده او لا یې هم لري.
د دوی د لابيګرو فعالیتونه د افغانانو غوندې د هر کله باالخیر مسله نه وه، بلکې د دوی لابیګر د پاکستان حکومت له پالیسیو سره همغږي وو او دي.
پاکستان په دې هکله کافي بودیجه هم لګوي، ځکه په امریکا کې د نړۍ له ټولو ۱۰ مهمو هېوادونو څخه، پاکستان یو مهم لابیګر هېواد دی.
اسراییل، سعودي عربستان، چین، متحده عربي امارات، هند، اوکراین، ترکیه، انګلستان او قطر له ټولو څخه ډېره لابي په امریکا کې لري.
دا هېوادونه په منظمه توګه د امریکا متحدهایالاتو له کانګرس، حکومت، ولسونو، تحقیقاتي مرکزونو او رسنیو سره اړیکې لري او د دوی په پروګرامونو کې برخه اخلي او ان پروګرامونه جوړوي، چې د امریکا متحدهایالاتو حکومت، کانګرس او ولس پام خپلو هېوادونو ته واړوي.
خو په مقابل کې افغانستان د ګوتو په شمار مشران لرل، چې تر یو حده یې یو څه لابې کولای شوه، خو د هغوی فعالیتونه له کابل سره همغږي نه وو.
د کابل د حکومتونو مشران، دغه کسان خپل رقیبان ګڼل او فکر یې کاوه که دوی تقویه شي، نو بدیل به یې شي.
له بده مرغه د افغانستان د هر مشر هڅه دا وه، چې داسې زمینه مساعده نه کړي چې څوک د دوی بدیل شي.
هر وخت د افغانانو په منځ کې همدا سوژه ډېره عامه ده، چې د فلاني او فلاني بدیل نه شته، حال دا چې اکثره دا بدیلونه که هغه ډلې وې او که شخص، د افغانانو په تصور کې هم نه ګرځېدل، خو نورو د وخت د اړتیا په صورت کې رادمخه او بدیل ترې جوړ کړ.
چا به تصور کاوه چې ملا عمر دوه کاله له قبر څخه فتواوې صادرې کړي او یا به یې اوسنی پټ مخی بدیل وي.
په دې توګه که څه هم تل د افغانانو لپاره فرصت و، خو د افغانستان مشرانو او سیاسونو د نه همغږۍ او اوږد مهاله لیدلوري د نهلرلو له امله، دوی د افغانستان په ګټه له فرصتونو څخه ګټه وانخیستله.
په کومه مسله کې چې په تېرو تقریبا ۸۰ کلونو کې د پاکستان حکومتونه او په خاصه توګه پوځ پاتې راغلی، هغه د پاکستان حکومتونو او پوځ د خلکو د ملاتړ پر ځای یوازې پر پوځ او افراطي ډلو تکیه وکړه او دا تکیه اوس دوی ته په اوږدمهال کې ورځ تر بلې په تاوان تمامېږي.
د پاکتسان پوځ په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ولسونو په دوامداره ځپلو سره کنټرول ورځ تر بلې له لاسه ورکوي او داسې ښکاري، چې پاکستان د یو ناکام دولت په لوري چې(Failed State) ورته وایي روان دی.
د افغانستان د سیاسي مشرانو یوه لویه ناکامې دا وه، چې دوی د افغانستان لپاره کومه اوږدمهاله ستراتیژي نه درلوده او یو فرد محوره سیاست و.
اکثرو د یو بهرني مشاور د لکۍ پورې ځانونه ځوړند کړي وو او اوس هم ځینو د استخباراتي مشاورینو پر لکۍ پسې یې ځانونه تړلي دي.
دوی فکر کوي، چې همدا مشاورین، تحلیلګران او ځیني جنرالان او سیاسي مشران، د امریکا د پالیسي او تصمیم نیولو مهم غړي دي.
دغه سیاسي او پوځي مشرانو د افغانستان په هکله د پالسۍ په ټاکلو کې انپوټ درلود، خو رول یې نه درلود ځکه په امریکا متحدهایالاتو کې ټولې پرېکړې د وخت مشران پر داخلي پالیسیو او اوږدمهالو ګټو کوي.
د امریکا د ښکېلتیا او نهښکېلتیا پالیسي یوه پروسه وه او یوازې د یو دوه کسانو پر اړیکو افغانان نهشي کولای، چې د امریکا د ښکېلتیا او یا نهښکېلتیا له پالیسیو څخه ګټه واخلي.
بله مهمه مسله دا ده، چې یو شمیر فکري ناروغانو په تېرو څو لسیزو کې د قوم، سمت او ژبني نفاق ته لمن ووهله، چې د دې لارې روزي او شهرت پیدا او فکري فضا د افغاناتو په منځ کې ککړه کړي.
دوی افغانستان نړۍ ته داسې معرفي کړ، چې افغانان د ستراتیژيک ملګرتیا جوګه نه دي.
دا فکري ناروغان د خپل ملک د ګټو لپاره نه، بلکې د نورو د ګټو لپاره د کرایه اخیستلو په اډه کې ولاړ دي.
امریکا او ګاونډیان دغه کسانو ته د ستراتیژيکو ملګرو په توګه نه ګوري، بلکې پوهېږي چې دوی تل په کرایه اخیستل کېږي او د اړتیا په وخت کې له دوی څخه په یوې او بلې بڼې ګټه اخیستل کېږي، تر څو چې دا ډول کسان او ډلې د خپلو موخو لپاره کرایه کېږي، تر هغې یې په خېټه ماړه ساتي.
دا ډول جنګې ډلې او قوماندانان هم دې ته خوشاله دي چې یوه نیمه حویلۍ او یو څو کسان دوی ته په خېټه ماړه ساتي او د اړتیا په وخت کې به د دوی قروانه یو څه اضافه شي.
د ترکیې په غونډه کې یوې معتدلې نابغې په یو مجلس کې وویل چې «افغان بودن به من مهم است، بېرته یې فکر وکړ چې له افغان کلمې سره په دغه مجلس کې د ځینو کسانو حساسیت شته، نو بېرته یې وویلې همان قدر که به من افغانیت مهم است، افغانستاني بودن هم مهم است.»
بس هرچا په جېبونو کې شنه، سره او ژېړ کارټونه اېښي او په کوم یو کې چې یې ګټه وي، هغه پورته کوي.
بې حافظې، ړانده پیرویان یې هم د هر چا کارټونو ته ګوري، کله د شنو صفت کوي، کله د سرو صفت او کله هم ژېړمخو.
د نفاق نوې سوژې دا دي، چې اوس ځیني کسان تاجکان پر پنجشېریانو، بدخشانیانو، مزاریانو، هراتیانو او نورو وېشي.
همداسې راواخله ازبکان هم د قطغن او شمال پر ازبکو وېشي.
پخوا یې پښتانه په غلجي او دوراني وېشل، خو اوس یې پر کندهار، وردګ، سوېل او ختیځ پښتنو وېشي.
کندهار، پکتیا او ختیځ ته چې لاړ شئ، بیا په خپلو کې په خېلونو یو بل وېشي.
له خېل څخه وروسته بیا پر پښو، چم، تربور او نور سره ډز او خرپ جوړ کړی وي.
د ګاونډیانو استخباراتي شبکې د انګریزانو د وخت د پالیسۍ پر اساس چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه، روان دي او د افغانانو په نبض او مزاج حاکم دي.
د افغانستان اکثره سیاسیون، نخبهګان او مدنیان د تفرقې همدغه پالیسیو ته خوشحالي کوي او غواړي، چې د تفرقې دا اور تازه وساتي، ځکه له دوی سره د خلکو د ملاتړ لپاره بله سوژه نه شته او نه دوی داسې مخینه لري چې ولس پرې اعتماد وکړي.
افغانانو اسلام هم ټوټې ټوټې کړې دی.
څلور مذهبه، سلفي، دیوبندي، جمعیت اصلاح، اخوانیان، پاکستاني تبلیغیان، هندي تبلیغیان او داسې نورو ډلو پورې ځانونه تړلي دي.
بیا په هره ډله کې لسګونه نورې ډلې شته دي.
نړۍ چې اوسمهال ۲۱مه پېړۍ کې ده، د معلوماتو، ټېکنالوژۍ او اقتصادي ودې په دې لوی تحول کې افغانان او وروسته پاتې هېوادونه لا تر اوسه په قومي او ژبني اختلافونو او شخصي مسایلو کې اخته دي، چې ږیره لنډه ده که اوږده، تخرګونه دې خریلې دي او که نه، غږ دې محرم دی او که نه، تعلیم مباح دی که فرض او داسې نور.
بس همدا د دیګ او ټېپر کیسه خو به مو اورېدلې وي، که مو اورېدلی نه وي نو در په یاد به یې کړم:
وایي درې دروغجن ملګري سره یو ځای شوي و، یوه ملګري بل ملګري ته یې ویلي، چې داسې دروغ به وایي چې بل نه وي اورېدلې.
اول کس وویل چې یو کال مو په ځمکه کې ټېپر (شلغم) کرلي و. کله چې ټېپر ورسېدل نو د هر ټېپردانې اېستلو لپاره به مو د کلي نه حشر کاوه چې هغه د بیخه وکاږو.
دویم وویل، چې دوی یو لوی دیګ جوړولو چې څو ټټارانو پکې کار کاوه. دا دیګ دومره لوی و چې ټټارانو د یو بل د سټکي (چکش) اوازونه نه اورېدل.
دریم ورته وویل، چې همدا دیګ او همدا ټېپر سره ښه جوړېږي.
دیني، قومي، ژبني او سمتي ښکنځلمار سره ښه جوړېږي.
همدا ښکنځلمار او همدا یې دیګ او همدا یې ټېپر، ځکه معقولیت او منطق د زیاتو افغانانو په منځ کې ځای او خریدار نه لري.
دا ښکنځلمار بیا په خپلو کې سره اخته وي او فکر کوي، چې دوی دنیا فتحه کړې او ټوله دنیا د دوی خبرې اوري او ځینې لا د ماشې غوندې فکر کوي.
وایي یو ماشی د فیل په غوږ باندې ناست و، نو کله چې ترې تلو نو ورته یې ویلې و چې فیل ماما زه ستا په غوږ ناست وم او اوس درنه لاړم.
فیل ورته ویلې، چې نه دې په راتګ او ناسته خبر وم او نه دې په تګ.
د افغانانو د ښکنځلمارو نه یوازې افغانان خبر دي او که نور خلک دا خبرې ترجمه کړي، نو خبره نوره هم د افغانانو خرابېږي.
بس د خوشحال خان خټک د شعر مقطع ده؛
خوشحال خټکه په درنو دروند او په سپکو سپک.
تر څو چې افغانان د خپل قوم، سمت او ژبې د سپکو د اسارت نه خانونه خلاص نه کړي، هېڅ هم نه شي کولی.
یادونه: افغانستان انترنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.