فرید حمیدي: بل نوروز راورسېد خو افغانستان په تېر یوه کال کې لسیزې شاته غورځول شوی

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام لوی څارنوال فرید حمیدي وایي، په رسمي جنترۍ کې یو بل کال اضافه شو او د ۱۴۰۴ لمریز کال نوروز را ورسېد؛ خو په اصل کې داسې احساسېږي، چې افغانستان په تېر یوه کال کې لسیزې شاته غورځول شوی دی.

نوموړي د نوي لمریز کال په مناسبت پر اېکس پاڼه کاږلي، تاریخ مخ پر وړاندې روان دی او یوازې هغه ولسونه ورسره هم‌ګامه روان دي، چې په سمه لاره د تاریخ سم ګام اخلي.
د هغه په وینا، د کابل او کندهار واکمنان د تاریخ د بهیر خلاف ناسم اړخ ته ولاړ دي.
نوموړي په خپل یادښت کې د ښځو یادونه هم کړې ده؛ د هغه په وینا ښځې، چې د بشري تمدن د ودې او پرمختګ یوه نه بېلېدونکې برخه ده؛ له حذفېدو سره مخ شوې او د تاریخ له کرښو څنډې ته شوې دي.

د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو، پرمختګ او وړتیاوو دروازې تړل شوې دي، چې دا یو غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنه ده، چې جبران به یې عمرونه وخت ونیسي.
د هغه په وینا، هلکان هم د باکیفیته زده‌کړو او مهارتونو د لاسرسي په برخه کې محروم شوي دي او د زده‌کړو ترلاسه کول ورته خورا سخت شوي دي.
هغه ادعا کړې، چې طالبانو له دولتي بنسټونو څخه کارپوه او وړ کسان ګوښه کړي او د دوی پر ځای یې داسې کسان ګومارلي چې د پوهې کچه یې کمزورې ده.
نوموړي دا رنګه د طالبانو له‌خوا د لوړو مالیو، د ځمکو غصب، د کانونو لوټل، د خلکو شخصي شتمنۍ لوټل، د ملي سرتېرو د وسلو پلور، په عام محضر کې د خلکو وهل ډبول، هدفي وژنې، پراخه ربړونې، ناقانونه نیونې، تېری، فساد او د بشري حقونو او ازادیو پر سختو محدودیتونو یې نیوکه کړې او یلي یې دي، چې دا اوس د اوسنیو واکمنانو په ورځني سیاست بدل شوی دی.

طالبانو د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم د ښوونځي د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي او د هلکانو د ښوونځیو کیفیت هم په نشته حساب دی.

دغې ډلې دا مهال یوازې دیني مدرسو ته پاملرنه زیاته کړې.