په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي

الجزیرې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۷۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او د ملګرو ملتونو یو بهرنی کارکوونکی هم شامل دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه مرګ ژوبله په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو د ګډون سره هم‌مهاله اوښتې ده.
له بل پلوه د اسراییل پوځ هم خبر ورکړی، چې په مرکزي او سوېلي غزه کې یې خپل ځمکني عملیات بیا له سره پیل کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د سې شنبې په ورځ د اسراییل له‌خوا د اوربند له ماتولو راهیسې لږ تر لږه ۴۳۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې ۱۸۳ تنه ماشومان هم شامل دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د جګړې له پیل راهیسې بیا تر دې دمه د اسراییل په بریدونو کې ۴۹،۵۴۷ کسان وژل شوي او ۱۱۲،۷۱۹ نور ټپیان دي.
له بل پلوه د فرانسې ولسمشر وايي، چې هغه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړې دي او دوی سره هوکړه کړې چې د دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره د یوه کنفرانس مشري وکړي؛ ترڅو د اسراییلیانو او فلسطینیانو لپاره سیاسي لیدلوری بیا راژوندی شي.
مکرون وویل:« موږ پر غزې د اسراییل د بریدونو بیا پیل غندو.»
هغه زیاته کړې، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د ملکي وګړو د خوندي ساتنې لپاره اوربند ته راستنېدل اړین دي.