د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د عمران خان په اړه د پوښتنې له ځواب ورکولو ډډه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو وار بیا د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په اړه له پوښتنې ځان په څنګ کړ. د دغه وزارت ویاندې ټامي بروس د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د کورنيو مسلو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د «ده نیوز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د عمران خان د ازادېدو په اړه اقدام وکړي؟
خبریالې دا هم وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان ډیموکراسي او د ښځو حقونه له منځه تللي دي؛ ایا د امریکا نوې اداره به په دې برخه کې کوم کار وکړي؟
خو ټامي بروس یې په ځواب کې وویل، چې هغه د بل هېواد د کورنیو مسلو په اړه خبرې نه کوي.
هغې زیاته کړه: «د ټرمپ له حکومته اته اوونۍ تېرېږي؛ خو لاهم ډېر کارونه په مخکې لرو او د متحده ایالاتو د ولسمشر د کارونو او پلانونو په اړه معلومات له سپینې ماڼۍ ترلاسه کولای شئ.»
خو نوموړې وړاندې وویل، ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دواړو دا روښانه کړې ده چې «موږ ته نړۍ، خپل ګاونډیان او هغه څه چې په نړۍ کې پېښېږي اړین دي او موږ دا په خپلو کړنو کې ثابته کړې هم ده.»
په تېرو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده د عمران خان د خوشې کېدو په اړه د پوښتنې له ځواب ورکولو ډډه کوي.
تر دې وړاندې هم له نوموړې د یوې خبري غونډې پرمهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د عمران خان لپاره د تمه شوي ملاتړ په اړه وضاحت غوښتل شوی و؛ خو هغې د دغه پوښتنې له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ تر بریالي کېدو وړاندې په پاکستان کې تمې دا وې، چې د ټرمپ له راتګ سره به عمران خان له بنده خوشې شي او یو جوړجاړی به وشي؛ خو واک ته د ټرمپ له راګرځېدو وروسته تر دې دمه په دې برخه کې کوم څرک نه لیدل کېږي.