امیرخان متقي: د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د وروستیو ادعاوو په تړاو ویلي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي او هیڅوک نه شي کولای چې د افغانستان له خاورې د چا پر ضد کار واخلي.
نوموړي دغه څرګندونې تېر ماښام چهارشنبه بهرنیو سفیرانو ته د روژه ماتي په مېلمستیا کې کړې دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې پاکستان تازه د دغه هېواد پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي د برید پړه پر هند او افغانستان واچوله او ادعا یې وکړه، چې بریدګر د برید پرمهال په دوامداره توګه په افغانستان کې له خپلو مسوولینو سره په اړیکه وو.
هغه د تورخم په اړه ویلي، د تورخم لاره چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې تړلې وه له پاکستاني لوري سره د خبرو په پایله کې خلاصه شوه.
د هغه په وینا، دواړه خواوې باید هڅه وکړي چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او داسې اقدام ونه شي جې زیان یې عام ولس ته واوړي.
هغه وړاندې وایي، چې د پنځو نورو ګاونډیو هېوادونو سره کومه ستونزه نهلري او که څه ستونزه پېښه هم شي؛ نو د مذاکراتو له لارې یې حل کوي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې له پاکستان سره دې هم ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
متقي وړاندې وویل، چې په تېرو کلونو کې د پاکستان او ایران په ګډون مېلیونونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او هیله یې ښودلې، چې د تېر په څېر دې په راتلونکې کې هم له کډوالو ښه کوربهتوب وکړي او د دوی راستنېدنه په تدریجي ډول له درناوۍ سره ترسره شي.
هغه د کډوالو د ستنېدو په برخه کې د نړۍوالو سازمانونو د مرستو غوښتنه وکړه.
ښاغلی متقي وړاندې وایي، په امریکا کې چې کوم بدلونونه راغلل د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو یې اغېز کړی چې ترڅنګ یې د افغانۍ په ارزښت یې هم اغېز کړی و؛ خو اوس دغه ستونزه حل شوې او افغانۍ بېرته خپل ارزښت وساته.
هغه وایي، له دې سره ثابته شوه چې د افغانستان اقتصاد اوس په خپلو پښو ولاړ دی او په بهرنیو مرستو تکیه نه دی.
هغه د عمان د سفر په اړه وایي، دا لومړی ځل و چې د افغانستان او عمان سلطنت ترمنځ راشه درشه پیل شوه او دا یو ښه سفر و.
د هغه په وینا، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره یې تعاملات او راشه درشه ورځ په ورځ نوي پړاو ته داخلېږي او تعامل زیاتېږي.