‏د طالبانو پوهنې وزیر: له «دین او افغاني» دود سره په ټکر کې ځینې برخې له درسي نصابه باسو

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا وایي، چې له «دین او افغاني» دود سره په ټکر کې ځینې برخې د ښوونځیو له درسي نصابه باسي. شنونکي وايي، درې‌نیم کاله وشول، چې طالبانو په همدې پلمه د نجونو د زده‌کړو مخه نیولې ده.

واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته دغې ډلې شاوخوا ۱۲۷۹ ورځې وړاندې د دوی په وینا د ښوونځیو په «درسي نصاب» کې د ستونزو له امله له شپږم ټولګي پورته نجونې په کور کېنولې.
خو د درې نیمو کلونو په تېرېدو سره دغه ډله نه ده توانېدلې، چې په درسي نصاب کې «شته ستونزې» حل یا یو نوی نصاب جوړ کړي.
خو تازه د طالبانو د پوهنې وزیر یو وار بیا درسي نصاب پسې راخیستې او په دې اړه یې ویلي، چې د ښوونځیو لپاره پر یو داسې درسي نصاب کار کوي، چې د دیني علومو ترڅنګ په کې عصري علومو ته هم پام شوی وي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې کړې دي.
د هغه په وینا، طالبان د عصري او دیني زده‌کړو دواړو ملاتړ کوي.
توموړی دا رنګه له خلکو غوښتي، چې د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي.
د طالبانو دغه وزیر زیاته کړې: «دا چې موږ د عصري زده‌کړو پرمختګ ته پاملرنه نه کوو په دې تړاو د لوېدیځ تبلیغات بې بنسټه دي.»
هغه وړاندې وایي، چې د «شریعت» له مخې دوی ته د عصري او دیني زده‌کړو پرمختګ مهم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن یو وار بیا ښوونیز کال له شپږم ټولیګو لوړو نجونو پرته پیلېږي.

له تېرو درېيو کلونو راهیسې د طالبانو د دغه بندیز له کبله شاوخوا ۱.۵ مېلیونه نجونې له زده‌‌کړو بې برخې شوې دي.