د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نوي لمریز کال مبارکي ورکړه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نوي لمریز کال مبارکي ورکړه. هغه د نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: «ټولو هغو خلکو ته چې په پاکستان او ټوله نړۍ کې دغه جشن نمانځي، د خوشحاله نوروز هیله کوم.»

هغه کاږلي، د نوروز جشنونو د نمانځنې پرمهال مېلیونه کسان سره راټولېږي، خپلو عزیزانو ته درناوی کوي، د هغو نعمتونو په اړه فکر کوي چې دوی ترې خوند اخلي او د هیلې او خوشبینۍ سره د نوي پیل هرکلی کوي.
هغه زیاته کړې: «په دې هیله چې دغه لرغونی دود ټولو هغو کسانو ته خوښي، سوکالي او سوله راولي چې دغه جشن نمانځي.»
تر شهباز شریف وړاندې د امریکا ولسمسر ډونالډ ټرمپ هم د نوي لمریز کال مبارکي ورکړه.
ټرمپ په امریکا او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې هغه خلکو ته د ۱۴۰۴ نوي لمریز کال مبارکي وړاندې کړه، چې دغه جشن نمانځي.
که څه هم د کب میاشت هرکال ۲۹ ورځې وي او له هغه وروسته د وري لومړۍ نېټه د نوروز ورځ وي؛ خو سږ کال طالبانو اعلان وکړ، چې د کب میاشت ۳۰ورځې ده او نوی کال به سبا د جمعې په ورځ پیل شي.
خو په ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې نوی لمریز کال بیا نن پیل شو.