طالبان: له ایران څخه ۲۱۱ افغان بندیان افغانستان ته راستانه شول
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د ایران له زندانونو تازه خوشې شوي ۲۱۱ تنه افغان بندیان د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راستانه شول. دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په ایران کې نيول شوي وو.
په دې تړاو په جوړې شوې ناسته کې د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي مشر محمد یوسف مستري ویلي، چې ۴۸۴ تنه افغان بندیان چې ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو؛ دوی ته سپارل کېږي.
د هغه په وینا، د دغې ۴۸۴ کسانو له ډلې نن ۲۱۱ تنه خوشې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده، چې دغه کسان به خپلو ولايتونو ته انتقال شي او د بند پاتې موده به هلته تېره کړي.
خو تر دې وړاندې تېره ورځ ایراني چارواکو ویلي و، چې د دغه هېواد په جنايي او انقلابي محکمو کې په بند محکوم ۴۸۴ افغانان يې طالبانو ته سپارلي دي.
ایرانۍ رسنۍ اېرنا د چهارشنبې په ورځ په یوه خبر کې ویلي و، چې دغه کسان د ایران په ۲۷ ولایتونو کې بندیان وو او دغه پروسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو او مجرمانو د انتقال اړوند د دوه اړخیزې هوکړې له مخې تر سره شوې.
اېرنا په خپل خبر کې د چارواکو له قوله ویلي و، چې د دغو کسانو جرمونه سیاسي نه دي او له اوسنۍ ادارې سره هيڅ تړاو نه لري.
ایران په ۲۰۲۴ کال کې لسګونه افغان بندیان اعدام کړي هم دي، چې د افغان سیاسیونو له لوري له توند غبرګون سره مخ شوي.