د خوښۍ کلنی راپور: افغانستان بیا هم د نړۍ تر ټولو غمجن هیواد وګڼل شو

د خوښۍ ۱۳م کلنی راپور د مارچ ۲۰مه د خوښۍ نړیوالې ورځې په را رسېدو خپور شو، چې د ۲۰۲۵ کال په نوملړ کې فنلینډ د اتم ځل لپاره د لیست په سر کې راغی او د نړۍ تر ټولو خوشحاله هیواد ونومول شو. افغانستان سږ کال هم د لیست په پای کې دی، او د نړۍ تر ټولو غمجن هیواد ګڼل شوی دی.

له فنلینډ وروسته، ډنمارک، ایسلینډ، سویډن او هالنډ په ترتیب سره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هیوادونو په توګه له دویم څخه تر پنځم مقام پورې ځای لري.

افغانستان، چې ۱۴۷م ځای لري، ورپسې سیرالیون چې ۱۴۶م ځای لري، لبنان په ۱۴۵م ځای، مالاوي چې ۱۴۴م مقام لري، او زیمبابوې بیا ۱۴۳م مقام لري، د لیست په پای کې دي او د نړۍ تر ټولو غمجنو هیوادونو په توګه پیژندل شوي دي.

د سږ کال د خوښۍ په راپور کې امریکا هم د تیر کال پرتله یو ځای ښکته شوې ده، او په ۲۴م ځای کې ده.

برېتانیا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خوښۍ تر ټولو ټیټې درجې ته رسېدلې ده، چې په ۲۳م ځای کې راغلې ده. کاناډا د خوښۍ په راپور کې د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې پاتې ده، چې ۱۸م ځای لري.

دغه راپور د ګیلپ، د اکسفورډ روغتیا مطالعاتو مرکز، د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا حل لارې شبکې او د خوښۍ کلني راپور نړیوالې ادارې د بورډ په همکارۍ چمتو شوی دی.