اوکراین د روسیې د ستراتیژیکو الوتکو هوايي اډه په نښه کړې

اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د پنجشنبې په ورځ د روسیې یو مهم ستراتیژیک هوایي ډګر په نښه کړ، چې په پایله کې یې یوه ستره چاودنه شوې. دغه برید د جګړې له کرښې څخه ۷۰۰ کیلومتره لرې ترسره شوی.

د رویټرز له خوا تایید شوې ویډیوګانې ښیي چې په هوايي ډګر کې ستره چاودنه شوې او نږدې کورونه ړنګ شوي.

د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو ۱۳۲ اوکراینۍ ډرون الوتکې ویشتلې دي.

دغه هوایي ډګر، چې له شوروي دورې پاتې دی، د روسیې د توپولوف Tu-160 ستراتیژیکو اتومي بمبار الوتکو کوربه دی، چې په غیر رسمي ډول د «سپین ځواک» په نوم یادېږي.

د روسیې د ساراتوف والي رومان بوسارګین وویل چې په انګلس ښار کې د اوکراین د ډرون برید له امله هوايي ډګر اور اخیستی او نږدې اوسیدونکي ایستل شوي دي.

د اوکراین دفاع وزارت وویل چې ځواکونو یې دغه هوايي اډه په نښه کړې، چې له امله یې د روسي مهماتو دوه چاودنې شوې. کیېف ادعا کوي چې روسیې د انګلس اډه پر اوکراین د بریدونو لپاره کاروله.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په دغه برید کې لس کسان ټپیان شوي او ځینو اوسېدونکو د اوکرایني ډرون ټوټې په خپلو باغونو کې موندلې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې اوکراین دغه هوايي ډګر په نښه کوي.