پر نوروز طالبي بندیز؛ ایا افغاني کلتور د تخریب او محوه کېدو له ګواښ سره مخ دی؟

سلیمان خپلواک
سلیمان خپلواک

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

نوروز د افغانستان په کلتور کې د پسرلي د پیل او د طبیعت د نوي ژوند نښه ګڼل کېږي. دا جشن نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله منځنۍ اسیا، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې د مهمو کولتوري او ټولنیزو ارزښتونو سمبول دی.

د افغانانو لپاره، نوروز یوازې یو جشن نه؛ بلکې د یووالي، ګډ ژوند او د دوی د کلتوري هویت یوه لویه او مهمه برخه ده.

سره له دې، چې طالبانو په افغانستان کې پر نوروز په دیني دلایلو سره بندیز راوستی، د دی ډلې له خوا پر نوروز بندیز نه یوازې د افغانانو د کلتوري میراث د له منځه تلو سبب کېږي، بلکې د افغانانو په ټولنیزو او قومي اړیکو هم منفي اغیزې لرلی شي.
په اسلام کې نوروز د یوم هجرت یا د نوی کال په توګه نه دی پېژندل شوی؛ خو د افغانستان په څېر ځینو مسلمانو هېوادونو کې د دې جشن نمانځل د قومي او کلتوري دودونو برخه ګرځېدلې ده. په افغانستان کې د اسلامي حکومتونو تر واک لاندې، نوروز د ځینو مذهبونو او حکومتونو له خوا د کلتوري پدیدې په توګه منل شوی و.
په ځانګړې توګه، د افغانستان د سلطنتي دورې په وخت کې نوروز د رسمي رخصتۍ په توګه نمانځل کېده؛ که د احمدشاهي دورې کتنه وکړو، نوروز د دولتي جشن په توګه نمانځل کېده. نوروز د افغانانو د ټولنیزو او فرهنګي پیوندونو نښه وه، چې د ټولنې د یوالي او پرمختګ سره یې تړاو درلود.

نوروز او د افغانانو کلتوري هویت
نوروز یو له هغو جشنونو څخه دی چې په تاریخ کې د افغانانو په کلتور او ټولنه کې ژور ځای او ریښې لري. دا جشن د طبیعت د بیا ژوندي کېدو، نویو هیلو او راتلونکي لپاره د امیدونو د ورځې پیغام ورکوي.

نوروز د مختلفو قومونو او ډلو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ د پښتنو، هزاره ګانو، تاجیکانو او نورو قومونو لپاره نوروز د ګډ ژوند، یووالي او سولې نښه ده.
د افغانانو په کلتور کې نوروز یوه ډېره مهمه ورځ ده چې د خپلو دودونو، هنرونو او رواجونو ښودنه پکې کوي. په دې ورځ افغانان له خپلو کورنیو سره راټولیږي، د خپلو خوښیو او ګډو اړیکو نمانځنه کوي او د خپلې ټولنې د راتلونکي لپاره امیدونه او هیلې څرګندوي.

د نوروز جشن د افغانانو د هویت یوه نښه ګڼل کېږي چې له یوې خوا د ټولنیز یووالي او له بلې خوا د کلتوري تمثیل په توګه کار کوي.
د طالبانو لومړۍ دوره او نوروز (۱۹۹۶-۲۰۰۱)
په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو د سړې جګړې د مجاهدینو په ماتولو سره په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، دوی د خپلو سختو دیني دریځونو او کلتوري اصولو په اساس په ټولنه کې د زیات کنټرول هڅه وکړه او پردې اساس یې یو شمېر اقدامات ترسره کړل.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې چې د ۲۰۰۱ کال پورې یې دوام وکړ، هغوی د نوروز نمانځنه بنده کړله. طالبان په دې باور وو چې نوروز یو بدعت دی او د اسلامي قوانینو سره په ټکر کې دی، ځکه دوی د دغه جشن ریښه د اسلام نه بلکې د نورو پخوانیو ادیانو په درنو مراسمو کې ليده. د طالبانو په حکومت کې، نوروز د "کافرانه" جشن په توګه ګڼل کېده، چې له دې امله یې په هغه وخت کې د دې جشن نمانځل منع کړل او اعلان یې وکړ چې له دې ورسته په هېواد کې هیڅوک حق نه لري چې دا ورځ په ځانګړو مراسمو سره وتمانځي.

د طالبانو دویم ځل واک او نوروز (۲۰۲۱ څخه تر اوسه):

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنکولو ورسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، دوی د خپلو پخوانیو محدودیتونو څخه ډېری یو ځل بیا عملي کړل. له دې سره - سره، د طالبانو د حکومت په لومړیو میاشتو کې د نوروز د نمانځنې پر وړاندې محدودیتونه بیا پلي شول.

طالبانو د دې جشن نمانځل د دیني اصولو خلاف وګڼل او په اړه یې ټینګار وکړ چې دا جشن د اسلام د تعلیماتو سره په ټکر کې دی او نمانځل یې د اسلامي ارزښتونو پر ضد دي.

د طالبانو د حکومت د دې ډول دریځ له امله، د نوروز نمانځنه محدوده او په ځينو سیمو کې یې په رسمي توګه بند کړه.
د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تېر کال په همدغو ورځو کې اعلان وکړ، چې د دین له اړخه د نوروز نمانځل حرام دي، که څوک یې درناوی او یا هم ونمانځي له اسلام څخه بهر دی، دا د مجوسیانو او مشرکینو اختر دی او مسلمانان باید د داسې ورځو له نمانځلو ډډه وکړي.
د افغاني کلتور د تخریب هڅه
الف. د کلتوري هویت له منځه تلو ګواښ:
نوروز د افغانانو د کلتور یوه بې سارې برخه ده. د دې جشن بندیز نه یوازې د دې جشن له نمانځلو مخنیوی کوي، بلکې د افغانانو د کلتور د یوې برخې له منځه تلو لامل هم ګرځي. افغانان د دې جشن په نمانځلو سره خپلې کلتوري او ټولنیزې اړیکې پیاوړې کوي، خو د طالبانو له خوا د دې بندیز لګول د افغانانو د کلتوري هویت لپاره ستر ګواښ دی.

که نوروز نمانځل همداسې وځنډول شي، افغانان به د خپل کلتوري هویت د ساتلو او خپرولو لپاره محدود شي، چې دا به د هغوی په ټولنیز او فرهنګي ژوند منفي اغیزې ولري.
ب. د ټولنیزې بې اتفاقۍ رامنځته کېدل:
نوروز د افغانانو لپاره یوه موقع ده چې د مختلفو قومونو او ټولنیزو ډلو تر منځ د یووالي، تفاهم او مشترکو موخو د ترلاسه کولو لپاره راټولېږي. په دې جشن کې افغانان د خپلو ګډو رواجونو او هنرونو نمانځنه کوي. طالبان د دې جشن د منع کولو سره ممکنه ده چې د ټولنیز یو ځای کېدلو او تفاهم ته زیان ورسوي. که چیرې دا جشن په همدې دود وځنډول شي، دا به د افغانانو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي او د ټولنې د ګډ ژوند فضا ته به زیان ورسوي.
ج. د قومي او مذهبي تنوع لپاره تهدید:
افغانستان، څو کلتوریز او مذهبي ټولنیز جوړښت لري، چې په کې ګڼ قومونه؛ لکه پښتانه، تاجیکان، هزاره ګان، بلوڅ، ایماق او نور مذهبي او قومي ډلې ژوند کوي. نوروز د دې ټولنې د ګډ ژوند یوه نښه ده. د طالبانو له خوا د نوروز نمانځلو منع کول د کلتوري او مذهبي تنوع د کمښت لامل کېږي. که دا جشن د ټولو افغانانو لپاره محدود شي، دا به د افغانانو د دیني او کلتوري زغم کمښت رامنځته کړي او د قومونو تر منځ به شخړې او اختلافات زیات کړي.

د رواني او ټولنیزو اغیزو اندېښنه:
نوروز نه یوازې د کلتور د یوه مهم عنصر په توګه ګڼل کېږي، بلکې د رواني او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم مهم دی. افغانان، په ځانګړي توګه ښځې، ماشومان او ځوانان، د دې جشن نمانځلو ته ځانګړی اهمیت ورکوي. د نوروز بندیز کولی شي د افغانانو په رواني وضعیت منفي اغیزه وکړي. د دې جشن له پامه غورځول ممکنه ده چې افغانان د خپلو فرهنګي ارزښتونو په اړه بې حوصلې کړي او د یووالي او ټولنیز درناوي پر ځای د بې اعتمادۍ احساس وکړي.

نړۍوال او سیمه ییز فشارونه:
د طالبانو له خوا د نوروز بندیز په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان د کلتور او تاریخ سره تړلي نور جشنونه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او نوروز د دغو جشنونو له غوره بېلګو څخه ګڼل کېږي.

یونیسکو، چې د کلتوري میراثونو ساتنه کوي، د نوروز جشن د بشري کلتور یوه برخه ګڼي او د دې جشن د نمانځلو ملاتړ کوي. د طالبانو له خوا د نوروز د نمانځلو بندیز د نړۍوالو فرهنګي اصولو سره په ټکر کې بولي او د افغانستان کلتوري هویت ته د زیان رسولو په سترګه ورته ګوري.
سربېره پر دې، د افغانستان ګاونډي هیوادونه، لکه ایران، تاجیکستان او پاکستان، د نوروز نمانځلو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د دې جشن د پراختیا لپاره یې هڅې کړې دي.

که طالبان د دې جشن د لمانځلو پر وړاندې خپل سخت دریځ وساتي، نو د افغانستان کلتوري اړیکې به له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره کمزورې شي چې په سیمه کې به د دې ډلې د انزوا سبب شي.

د افغانانو لپاره د بدلون یو ښه چانس:
که څه هم طالبانو د نوروز نمانځنه حرامه او منع کړې، خو د دې جشن د کلتوري ارزښت ساتل د افغانانو د هویت د ساتلو لپاره اړین دي. د نوروز جشن نمانځل په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د ګډو ارزښتونو او روښانه راتلونکي لپاره یوه موقع ده. د دې جشن په نمانځلو سره، افغانان د خپلو کلتوري رواجونو د ساتنې او د خپل تاریخ له اهمیت څخه خبریږي.
په داسې حال کې چې طالبان ممکن د دې جشن پر وړاندې خپل محدودیتونه دوامداره کړي، خو د افغانانو له لوري د نوروز د نمانځلو پراخه غوښتنه او د دې جشن فرهنګي ارزښت به په راتلونکو وخت کې د طالبانو د دریځ په اړه فشارونه رامنځته کړي. افغانان باید د خپلو کلتوري حقوقو او هویت د ساتلو لپاره یو ځای شي او د خپلو جشنونو د نمانځلو حق ته درناوی وکړي.