ډونالډ ټرمپ د ۱۴۰۴ لمریز کال نمانځونکو ته مبارکي ورکړه

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا او د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې هغه خلکو ته د ۱۴۰۴ نوي لمریز کال مبارکي وړاندې کړه، چې دغه جشن نمانځي. د افغانستان په ګډون یو شمېر اسیايي هیوادونو کې د دغه لمریز کال لومړۍ ورځ نوروز نمانځل کیږي.

نوموړي په یوه پیغام کې ویلي، نوروز یو لرغونی دود دی چې د تېر کال برکت ته د فکر او نوي پسرلي ته له یوې نوې او تازه روحیې سره چمتووالی او هیله مندي ښیي.
په دغه پیغام کې راغلي:« نوروز د خوښۍ او د پسرلي او نوي کال د پیل یو جشن دی.»
هغه په دغه پیغام کې د امریکا په استازیتوب د نوروز مبارکي وړاندې کړې ده.
که څه هم د کب میاشت هرکال ۲۹ ورځې وي او له هغه وروسته د وري لومړۍ نېټه د نوروز ورځ وي؛ خو سږ کال طالبانو اعلان وکړ، چې د کب میاشت ۳۰ورځې ده او نوی کال به سبا د جمعې په ورځ پیل شي.
خو په ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې نوی لمریز کال نن پیل شو.