ډاکټر عبدالله تمه ښيي چې په نوي کال کې د افغانانو انساني او اسلامي حقوق تامین شي
د سولې عالي شورا مخکیني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د نوي کال په مناسبت په يوه پيغام کې د ښځو او نارینه و د حقونو د تامین غوښتنه کړې. نوموړي هیله ښودلې، چې په نوي کال کې به د ښځو او نارینه وو د بشري او اسلامي حقونو د تامين لپاره شرایط برابر شي.
د سولي عالي شورا مخکيني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه افغانانو ته د نوروز او ۱۴۰۴ نوي کال مبارکي ويلې.
عبدالله هيله ښودلې، چې په نوي کال کې به په بیلابیلو برخو کې د افغانانو په ژوند کې ښه والي راشي.
هغه ليکلي: «تمه لرو چې په راتلونکي کال کې، په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند شرایط مهیا او د هېوادوالو د ښځینه او نارینه وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي»
واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې نوروز د افغانستان له رسمي کليزې لرې کړی او لمانځل یې منع کړي دي.
خو د حکومت یو شمېر پخواني چارواکي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې شوي په تېرو درې نیمو کلونو کې په ځینو برخو کې د طالبانو د خوښې خلاف څرګندونې کوي.
افغانان هم هر کال د هېواد په دننه او بهر کې نوروز نمانځي.
طالبان نوروز د «غیر مسلمانانو» په ځانګړې توګه د زردشتیانو د رخصتۍ په توګه ګڼي.
تېر کال د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه چارواکي محمد یحیی عارف د نوروز نمانځل په دې دلیل منع کړل چې نوروز «د مجوسیانو یا زردشتیانو اختر» دی او «څوک چې نوروز نمانځي له اسلامه ووځي».
د هغه د خبرو خپرېدل د طالبانو رسمي نظر ګڼل کېده.
طالبانو نه یوازې دا چې نوروز نمانځل بند کړل، بلکې رسمي کلیزه یې هم له هجري قمري کال بدله کړه.
دې ډلې د نوروز ملي رخصتي هم له رسمي تقویم څخه ایستلې ده.