د مفتي شاکر زوی د پاکستان حکومت ته د اختر تر څلورمې وخت ورکړ چې د پلار «قاتلان» ور وپیژني

په پښتونخوا کې د وژل شوي دیني عالم مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر پر خواله رسنیو یوه ویډيو خپره کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې د ده د پلار په وژلو کې ښکېل کسان ور په ګوته کړي. هغه ويلي، که حکومت تر ټاکلي وخته دا کار ونه کړي، دوی به نورې پرېکړې وکړي.

مفتي شاکر د روانې کب میاشتې په ۲۵مه پېښور کې خپل کورته څېرمه په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د مفتي شاکر زوی عبدالله شاکر د هغه تر وژنې یوه ورځ وروسته چې جنازه یې لا خاورو ته نه وه سپارلې ویلي وو، چې تر هغه وخته د خپل پلار د جنازې لمونځ نه ادا کوي، چې د پاکستان لومړی وزیر، د صوبې وزیر اعلی او د پولیسو قوماندان یې د پلار د مرګ په اړه ځواب نه وي ورکړی.

د پاکستان حکومت لا د مفتي شاکر د وژلو په اړه څه نه دي ویلي، او نه هم په پاکستان د دا ډول وژنو د سپیناوي په اړه حکومت اقدام کوي.

عبدالله شاکر وايي، چې د ده د پلار پلویانو ورته ویلي، چې که حکومت یې د پلار په وژلو کې ښکېل کسان نه ور په ګوته کوي، نو باید بله پرېکړه وکړي، چې مسوولیت به یې بیا د پاکستان حکومت او پوځ پر غاړه وي.

خو عبدالله شاکر دا نه دي ویلي، چې د دوی بله پرېکړه به څه وي.

هغه په بیا بیا ویلي و، چې پولیسو ته یې د مفتي شاکر د ژوند د ګواښ په اړه معلومات ورکړي و، خو پولیسو ورته هېڅ امنیتي تدابیر ونه نیول.

عبدالله شاکر تر دې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر د خپل پلار د مرګ لامل بللی و او ویلي و: «لومړی وزیر تا ته وایم، وزیر اعلی تاته وایم او د پوځ مشره تاته وایم، دا خبره په ګپ کې تېره نه کړې زما پلار تاسو شهید کړی، که تاسو ورته لایسنس ورکړی وای، تاسو ورته سیکیوریټي ورکړی وای نن به دا حال نه و.»

عبدالله شاکر زیاتوي، چې پولیسو یې لایسنس ځنډولی و او د هغه لاسونه یې ورتړلي و.

عبدالله شاکر همداراز ویلي و، چې دوی د مفتي شاکر د امنیت په نه ټینګولو غوښتل چې هغه ومري.

د پښتونخوا مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د کب مساشتې په ۲۵مه د مازدیګر لمانځه لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه، لومړی ټپي شو او بیا په روغتون کې د درملني پرمهال مړ شو.

مفتي منیر شاکر په وروستیو کې ویلي و، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته ویلي، چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او د خپل ځان د ساتلو لپاره دې تدابیر ونیسي.

نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو هم نیوکې کړې وې، چې د ده د امنیت په برخه مرسته نه کوي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د مفتي منیر شاکر د وژلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.