نوروز او د دغه جشن بېلابېل روایتونه
نوروز له پېړیو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو بڼو او دودونو سره لمانځل کېږي. په دغه ورځ خلک سمنک پخوي، هفت مېوه جوړوي، کوژدن او کورنۍ یې د خپلې کوژدنې کورته نوروزي وروړي، د نوروز په شپه د هفت سین په نوم ځانګړی دسترخوان جوړېږي او دې ته ورته لسګونې نورې تابیاوې نیول کېږي.
نوروز په دې کې نه خلاصه کېږي، بلکې دا ورځ بېلابېل جشنونه او مېلې هم لري، لکه د بزګر مېله، د مزار ګل سرخ مېله، جنډه پورته کول، د شاطرانو مېله، د باغ لطیف مېله، د سخي مېله، د جبې مېله، د منډهيي مېله، د نیالګیو د کېنولو مېله، د کال د لومړۍ چهارشنبې مېله او نورې.
نوروز یوازې په افغانستان کې نه، بلکې له زرګونو کلونو راهیسې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو او ډېری په منځنۍ اسیا هېوادونو کې لمانځل کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۹ کال کې نوی کال (نوروز) د نړۍ په کلتوري میراثونو کې هم شامل کړی دی.
دغه ورځ تر هغې وروسته د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې شامل شو، چې ځينو اسیایي هېوادونو لکه افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان د یونيسکو له نړۍوال سازمان څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او یاد سازمان هم ومنله.
د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ میلیون وګړي نوروز لمانځي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نوروز رخصتي له منځه تللې او د دې ورځې ځانګړی لمانځل منع شوی، خو تر دې وړاندې د کابل او مزار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو سره دغه ورځ لمانځل کېده.
نڅاوو، مېلو، د کورنیو ګډون او د بېلابېلو لوبو ترسره کولو به په کابل او مزارشر کې د دغې ورځې لمانځلو ته نوره ښکلا هم وربخښله.
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې نوی کال هر کال د زرګونو افغانانو په ګډون په خورا لویو او شاندارو مراسمو او د جنډې په پورته کولو سره پیلېدله، چې د عامو خلکو ترڅنګ به لسګونو سیاستوالو او چارواوکو او کله کله به بهرنیانو هم په کې برخه اخیسته.
د دې ورځې تر ټولو لویه ځانګړتیا به دا وه، چې د هېواد له هرې برخې او هر قوم څخه پرته له دې چې دې جشن او مېلې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي، مزارشریف زیارت ته ورتلل او په دغو لویو او شاندارو مراسمو کې به یې برخه اخیسته.
د دې ترڅنګ زرګونو نورو افغانانو به چې مزار ته د تګ فرصت نه ترلاسه کولو، نو د کابل په کارته سخي زیارت کې به یې د جنډې پورته کولو ننداره کوله.
دغه ورځ افغانانو څنګه لمانځله او اوس یې څنګه لمانځي؟
د کابل اوسېدونکي شعیب صدیقي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو وختونو کې یې له خپلې کورنۍ سره دوه ځلې د مزارشریف د نوروز په پروګرام کې برخه اخیستې او نورو کلونو کې به په کابل کې د کارته سخي زیارت ته له خپلې کورنۍ سره ورتلو.
هغه وایي: «د دې ورځې لمانځل ما او زما کورنۍ ته ځانګړی ارزښت لري او په خورا خوشحالۍ سره مو هر ځل لمانځلې ده، اوس بدبختي دا ده چې د طالبانو له واکمندېو وروسته یې د تېرو وختونو په شان لمانځلی نه شو. سره له دې چې محدودیتونه او ستونزې شته خو بیا یې هم زه او زما کورنۍ په کور کې په محدود ډول لمانځو. سمنک پخوو، هفت مېوه جوړو او د هفت سین دسترخوان خامخا برابروو.»
ښاغلی صدیقي وایي، چې نوروز ته په ډېریو مواردو کې دیني اړخ ورکول کېږي او حرام بلل کېږي، خو دوی یې په دې موخه لمانځي چې ژمي ختمېږي او د پسرلي ورځې پیلېږي.
د هغه په خبره: «دا ورځ ما ته ځکه حرامه نه ده چې هر څه نوي کېږي، نوی کال، نوی تعلیمي کال، د نویو کارونو د پیل او د نباتاتو د بیا ژوندي کېدو په سترګه ورته ګورم.»
له دې سره، په اسلام اباده کې مېشته افغانه ډاکټره فرزانه ظفري چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کوچنۍ لور سره کډواله شوې وایي، چې د نوروز لمانځل که څه هم په نورو ملکونو کې خوند نه کوي، خو بیا هم په پاکستان کې مېشت افغانان هر کال د دې ورځې د لمانځلو لپاره تابیاوې نیسي.
د نوموړې په وینا: «ما کلونه په کندهار کې ژوند کړی او په کندهار کې خلک نوروز نه لمانځي، دلته له ځينو هغو افغانانو سره معرفي شوم چې هغوی د دې ورځې په اړه راته معلومات راکړل او اوس یې ارمان کوم چې که مې دا ورځ وطن کې لمانځلی وای، جلا خوند به یې کړی و.»
د نوروز اصلي روایت او معنا
نوروز د دودیزو او فرهنګي روایتونو ترڅنګ پراخ دیني او تاریخي روایتونه هم لري.
نوروز چې په اصل کې د نوې ورځې د پیل په معنا ده، موخه یې د وري (حمل) د میاشتې لومړۍ ورځ ده او په دې ورځ لمر د وري برج ته رسېږي او شپه او ورځ سره برابرېږی.
په دې ورځ ربیعي اعتدال پېښېږي او د پسرلي برابروالی بلل کېږي.
نوروز د طبیعت د فطرت، د پسرلي د رارسېدلو او د ترټولو طبیعي کالهیندارې (تقویم) په حساب د کال د را نوي کېدو د خوښۍ او سمسورتیا جشن دی.
د نوروز جشن له پېړیو راهیسې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په شاندارو او ځانګړو مراسمو سره په دې موخه لمانځل کېږي، چې ژمی ختمېږي او پسرلی رارسېږي.
نوروز په اسیايي هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان ترڅنګ په نورو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، پاکستان او ان هند کې لمانځل کېږی.
د افغانستان په ګڼ شمېر تاریخی اثارو کې د حماسو یادونه او زموږ د باتورو نیکونو د کار او کښت د موسم د پیل ورځې او د یما (جمشید) تدبیر او د اوسني افغانستان تمدن، صنعت، سوداګري او د کروندو او بڼونو پریماني له همدې ورځې سره یادېږي.
شاعر، لیکوال او ژورنالیست عبدالغفور لېوال په خپلې یوه لیکنه کې لیکلي، چې له هر ډول مذهبي یا سیاسي تړوا پرته زرګونه کاله وړاندې چې مصریانو لومړنۍ کالهینداره وټاکله، نو بنسټ یې د طبیعت او فصلونو بدلون و.
دوی د لمریز او سپوږمیز کال توپیر د نیل د اوبو لوړېدل او کوزېدل او د Sopdet سیریس (سوتیس یا شباهنګ) ستوري راختل ګڼل.
دا ستوری د اوړي په سم نیمايي کې راخېژي او د هغه تر راختلو څلورنیمې لمریزې میاشتې مخکې یې د نوي لمریزکال لومړۍ ورځ ګڼله، چې همدا د نوروز ورځ کېږي.
مصریانو دا ورځ د کرکېلې او سمسورتیا د پیل جشن ګڼله.
اریایان د سهیل لوري ته د ډلهییزې لېږدېدنې پرمهال پوونده کوچیان ول، ترمیلاد شاوخوا څلورزره کاله وړاندې له امو په رااوښتلو او بیا د هېندوکش سهیل ته د هېند تر شمال او لوېدیځ ته مخ په کاسپین د تللو پرمهال ورو ورو مېشت شول او په کرنه یې پیل وکړ.
د دوی د ژوند په دواړو پړاوونو (شپني او بزګرۍ) کې پسرلی د ژوندژواک د ښه موسم زیری و.
زموږ اریايي نیکونو دا ورځ د اقتصادي اړتیا له مخې ښه ګڼله، دا چې وروسته یې له زردښتي دود دستور سره اړیکه وموندله.
لامل یې دا و، چې زردښت پخپله د کرکېلې، رمه ساتنې او طبیعت پالنې پلوي و.
د زردښت د نامه یوه مانا (اوښلرونکی) یا ( د ژېړ اوښ خاوند) بلل شوی دی.
د ګاتونو/ ګاڅونو او د اوستا په نورو سرودونو کې د رمو، پسرلي، باران او سمسورتیا ګڼې یادونې هم شوي دي.
په تاریخي سرچینو کې هم د نوروز تر اساطیري او افسانوي ځانګړنو وړاندې دغه جشن د طبیعت، پسرلي، ښکلا، کرکېلې او لمریزکال د اوښتو مناسبت ګڼل شوی دی.
حکیم عمر خیام چې د غوره شاعرۍ ترڅنګ په نجوم کې هم یو نوموتی پوه دی او د جلالي لمریز تقویم له بنسټوالو ګڼل کېږي په نوروز نامه کې لیکي: « ازاده ژباړه: د نوروز نوم ځکه پرې اېښودل شوی، چې کله وپوهېدل لمر دوه دورې لري او هر درې سوه او پینځه شپېته ورځې په څلرمه برخه کې د حمل لومړۍ دقیقه رانوې کیږي هماغه وخت نوې ورځ رارسیږي.»
نوموتی پوه ابوریحان بیروني په خپل کتاب «التفهیم» کې د نوروز په اړه لیکي: «ازاده ژباړه: نوروز د فروردین (وري) د میاشتې لومړۍ ورځ ده او ځکه یې نوې ورځ بولي، چې د نوي کال تندی ده او تر دې وروسته پنځه ورځې جشنونه وي او په شپږمه ورځ یې لوی نوروز وي.»
په پښتو ادبیاتو کې چې هرکله نوروز یاد شوی، د پسرلي، سمسورتیا، ښکلا، هیلو مینې او طبیعت د غوړېدو د جشن په توګه یاد شوی دی.
لږ ترلږه په پښتو ادبیاتو کې موږ هېڅ ځای د نوروز کوم مذهبي یا سیاسي تړاو موندلای نهشو:
د خوشال خان خټک لاندې بیتونه وګورئ:
بړبړ رایشه نوروزه دلفروزه
ستا په وخت مې اسوده شي سترګې پوزه
د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي
فیض یې رسي هم تر سپاندې هم تر ځوزه
په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړه
پر خوشحال خټک دې قدر دی نوروزه
یا:
د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم
نوراني یې شي له فیضه هغه دا هم
بلځای:
نور باغونه د نوروز په ورځ غوړیږي
په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ
د دواړو لویو شاعرانو په شعرونو کې له نوروز سره د پسرلي ښکلا، د مینې احساس، د طبیعت د پنځون او غځوونو هنري غبرګون وینو.
داسې ښکاري، چې دغه جشن افغانانو په دودیز او تاریخي توګه لمانځلی او دا مهال یې د طبیعت له ښکلا خوند اخیستی، د کال د ښېرازۍ هیلو خوښ کړي او د کار، تولید او کرکېلې لپاره یې لا پسې ډېر توان وربښلی دی.
امیرعبدالرحمن خان له شخصیتي پلوه متدین او پر دین ټینګ پاچا تېر شوی دی.
د اسلامي شریعت پر پلي کېدو د ده ټینګ دریځ ټولو ته څرګند دی، خو همدغه امیر هم نوروز د افغانستان په مهمو اخترونو کې شماري او د رسمي لمانځنې حکم یې ورکوي، دی په دې اړه په خپل منسوب کتاب تاج التواریخ کې لیکي:
« ژباړه ولنډيز: په افغانستان کې د اخترونو او رخصتیو په هکله، په کال کې پنځه اخترونه لمانځل کیږي، چې په لاندې توګه دي، کوچنی اختر، لوی اختر چې په قمري میاشتو ټاکل کېږي، درېیم اختر د برات دی... څلورم اختر د نوروز دی، چې هرکال د فرانسې د میاشتو په حساب د مارس په یویشتمه راځي.»
«د اعلیحضرت شاه امان الله د سلطنت پرمهال به د نوروز په ورځ پاچا د یوې وینا تر اورولو وروسته دغه ورځ د قولبه کولو په جشن پیلوله، قولبه کول به پخپله پاچا امان الله پیل کړل، اعلیحضرت په دغه ورځ بزګري جامې اغوستلې او ملا به یې په یو څادر تړله، په خپل لاس به یې زغ پر غوايي تاړه او په سپارې پسې به روان، ځمکه به یې څېرله، هغه په خپل دې کار بزګري او کرکېلې ته ارزښت ورکاوه. په دې ورځو کې به له ټول هېواده ښه روزل شوي څاروي او مرغان د ده له مخې تېرېدل او ده به بریالیو بزګرانو او څارویو روزونکیو ته ډالۍ او سوغاتونه ورکول، نیالګي به یې کېنول او په دې توګه د نوروز په جشن کې د دهقان میله له همدې ورځې پیل شوه» چې وروسته بیا د هېواد په رسمي کاله ېنداره کې ځای ورکړل شو.
نوروز د طبیعت جشن دی، د طبیعت د فطرت او ښکلا جشن، چې د انسانانو په ښکلاییز ذوق کې غځوونې کوي.
دا جشن له کرکېلې او سمسورتیا سره پیوند لري او هرځای چې انسانان د طبیعي کال نوي کېدو ته خوښي څرګندوي هلته نوروز لمانځل کېږي.
نوروز په کومه ځانګړې عقیده، دین یا سیاسي پېښه پورې تړل سم کار نه دی.
د جمشید یا بل پاچا د واک ته رسېدو کیسې د زړې اریانا د اساطیري زمانې نکلونه دي، چې کوم عقیدوي ماهیت نه لري.
نوروز نه کفارو سره مشابهت دی او نه له بل چا سره، بلکې په دې او هغه نوم د دغه طبیعي جشن د لمانځلو مخنیوی د خلکو د دود دستور پر وړاندې درېدل، تنګنظري او بېځایه تعصب او استبداد دی، چې ښايي د افغانستان زړور ولس یې مخه ونیسي او په بشپړه زړورتیا د خپلو نیکونو او اسلافو دغه ملي - دودیز جشن په پوره خوښۍ سره ولمانځي.