روسیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری ښودلی
روسیه چمتو ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خورېف له سپوتنیک سره په مرکه کې ویلي، « د اسلام اباد او کابل ترمنځ د شته اختلافاتو په نظر کې نیولو سره که دواړه لوري دا مناسب وبولي روسیه چمتو ده چې د منځګړي په توګه کار وکړي».
البرت خورېف وايي، چې د مسکو فارمټ به د دغه منځګړتوب او خبرو اترو لپاره مناسب پلیټفارم وي.
یاد روسي ډیپلومات زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې اواري اساسي واک له اسلام اباد او کابل سره دی، خو دا کار د روسیې په ګټه هم دی.
سفیر خورېف وايي، مسکو تل د سیمې د ثبات ملاتړ کړی او پر دې یې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمنۍ باید ژر تر ژره ازادې شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او پر دیورنډ کرښه د امنیتي پوستې جوړولو پر سر ناندرۍ ډېرې شوې او د دواړو خواوو اړیکې یې ترینګلې کړې دي.
پاکستان تور لګولی، چې ددغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د وروستي برید او ټرین د یرغمل نیونې پېښې سمبالوونکي له افغانستان نه له جنګیالیو سره په اړیکه کې وو، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او وايي، چې دوی له بلوڅ اپوزیسیون سره هیڅ راز اړیکه نه لري.