‏طالبانو په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال له پیله خبر ورکړ

د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د سړو سیمو لپاره نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال سبا (د وري په لومړۍ نېټه) پیلېږي. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۱۴۰۴ ښوونیز کال به سبا د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا، د دغې ډلې چارواکو، علماوو، ښوونکو او زده‌کوونکو په حضور کې پیل شي.

خو د تمې خلاف په دغه خبرپاڼه کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زده‌کړو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
نن ۱۲۷۹مه ورځ ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی.

که څه هم طالبانو هغه مهال ویلي و، چې د دغو نجونو زده‌کړې به تر امرثاني پورې د نصاب او دودیزو روایتونو له امله وځنډېږي؛ خو له نږدې څلورو کلونو راهیسې طالبانو د دغه خنډونو د هواري لپاره کار نه دی کړی.
که څه هم د طالبانو دغه پرېکړه په نړۍواله کچه تر دې دمه له سختو غبرګونونو سره مخ ده؛ خو لاهم دغې ډلې په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.
تازه د رواداري په نوم د بشري حقونو د یوه سازمان په راپور کې راغلي، چې د طالبانو او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت د سختو بندیزونو له کبله افغان مېرمنې او نجونې په بشپړه توګه له زده‌کړو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې، د تګ راتګ او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.

د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیزونو له کبله دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.