د برېښنا شرکت رییس په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی

طالبان وایي، چې د برېښنا شرکت د رییس په مشرۍ يو پلاوی «سولې او باور» کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته تللی. د طالبانو برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفر پر مهال به د برېښنا د لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه هم ځانګړې ليدنې تر سره شي.

د طالبانو برېښنا شرکت د چارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عبدالباري عمر په مشرۍ ترکمنستان ته په تللي پلاوي کې د طالبانو د ټولګټو، کانونو او پټروليم وزارتونو استازي هم شامل دي.

د «سولې او باور» دې کنفرانس کې د ۱۰۰ بیلابیلو هېوادونو استازي ګډون لري، چې د سيمه ییزې اقتصادي پياوړتيا، ريل پټلۍ، برېښنا، ګازو انتقال او ثبات په اړه خبرې اترې کوي.

طالبان وايي، چې د دوی پلاوی به په بیلابيلو برخو کې ځانګړې لېدنې او بحثونه هم وکړي.