د قطر او چین استازو د افغانستان په تړاو په دوحه کې خبرې کړې دي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد او چین ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو لیدنه کړې او په دغه هېواد کې یې د بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په دوحه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله ال حنزاب او د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي یوشیایونګ ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
دغه وزارت زیاتوي: «چې په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اړیکو او په افغانستان کې د بدلونونو په اړه خبرې اترې شوي دي.»
دغه لیدنه په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو څانګې یوه چارواکي مشعل المنصوري، په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۹مه غونډه کې وویل، «قطر به د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب، هغوی ته د زدهکړو او کار د مساوي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره به کار وکړي.»
قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري مرستو او منځګړیتوب په برخه کې فعال رول لوبولی او په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.