امریکايې سناتوره روبیو ته: امریکا ته د پخوانیو افغان همکارانو د سفر خنډونه لرې کړئ
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې جین شاهین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه لیک کې د هغو افغانانو د سفر د محدودیتونو د لېرې کولو غوښتنه کړې، چې امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزه لري.
نوموړې وایي، امریکا باید هغه ژمنې وساتي چې له خپلو پخوانیو همکارانو سره یې کړې وې.
په دغه لیک کې چې د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) لیکل شوی، د امریکا د سنا دغې غړې ویلي، چې اوس مهال ۵۷۵۲ امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتونکي او د دې ویزې اخیستونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د پوځ د فعالو منسوبینو د کورنیو غړي دي.
هغې وویل، چې د امریکا د ژمنې سره سره دا خلک په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي چې د اړتیا وړ توکو لکه عادي روغتیایي پاملرنې، د ښځو او ماشومانو لپاره خدمات، د رواني روغتیا مشورې او د ماشومانو پاملرنې او نورو اړتیاو ته لاسرسی نه لري.
د دغې سناتورې په وینا، د ټرمپ د اجراییوي فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا د ډېرو پخوانیو افغان امریکايي همکارانو او د هغوی د کورنیو چې ټاکل شوې وه امریکا ته سفر وکړي، الوتنې لغوه شوي او امریکا ته د دوی د سفر لپاره کومه ځانګړې لار نه شته.
هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې وویل: «د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته په افغانستان کې ډېری هغه کسان وژل شوي، چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی او زموږ لپاره وژل شوي ، د دې په بدل کې موږ د هغوی او د هغوی د کورنیو د ساتنې ژمنه کړې.»
سناتورې شاهین روبیو ته وویل:«موږ باید پر خپلې ژمنې ولاړ اوسو. زه په ډېر درناوي له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې د دې اشخاصو لپاره اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړئ او د هغو د محدودیتونو د لېرې کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړئ، چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکو او لرونکو ته متحده ایالاتو ته د سفر مخه نیسي."
مېرمن شاهین زیاته کړه: «امریکا ته د هغوی داخلېدل نه یوازې اخلاقي مسوولیت دی، بلکې د ملي امنیت لومړیتوب دی چې موږ په ډېرو سختو شېبو کې پر خپلو ژمنو ولاړ یوو.»
کابو یوه اونۍ وړاندې سي بي اېس نیوز راپور ورکړی و، چې د زرګونو افغانانو چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، امریکا ته د ننوتو مخه نیول شوې ده.