سوداګریزو ګاډو ته اجازه؛ تورخم دروازه د عامو خلکو پرمخ د جمعې په ورځ پرانېستل کیږي
د طالبانو حکومت او پاکستان د چارشنبې په ورځ د سوداګریزو ګاډو پرمخ د تورخم دروازه له څه کم یوې میاشتې بندښت وروسته بېرته پرانیسته. په تورخم کې د طالبانو کمیسار وايي، چې دغه لاره د د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستل شوې او دوه ورځې وروسته به مساپرو ته هم د راتګ اجازه ورکړل شي.
دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې هغه مهال د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه، چې د طالبانو د پوستې جوړولو له چارو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وښود او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.
پر تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او پلي تګ راتګ بند و.
نن چار شنبه طالبانو او پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د تورخم لاره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستې او ډیر ژر به پلی تګ راتګ هم پیل شي.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت وویل، چې دغه لاره د جرګې او سوداګرو د هڅو په پایله کې د سوداګریزو ګاډو پر مخ پرانېستل شوه او دواړو لوریو ته ولاړو ګاډو تګ پیل کړی.
حکمت وايي، د جمعې په ورځ به پليو مساپرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
دغه طالب چارواکي د تورخم لارې د پرانېستلو پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې پر جنجالي سیمو د تاسیساتو جوړولو په اړه به طالب او پاکستاني چارواکي په راتلونکې اپریل میاشت کې ناسته کوي.
پر همدغه مهال د پاکستان له لوري د قبایلي جرګې غړی شاه خالد شینواری وايي، په مذاکراتو کې شوې پرېکړې دې د دواړو لوریو چارواکي په ښه توګه عملي کړي. نوموړي وویل، چې دوی په سیمه کې جګړه او شخړې نه غواړي ځکه دواړو خواوو ته خلک خپلوۍ او ښې اړیکې لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۶ میلیارد ډالرو څخه اوښتی و.
چارواکي وايي، له تورخم لارې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.