سوداګرو ته د طالبانو خبرداری: له جواز پرته موبایلونه مه واردوئ
د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې له شرکتونو غوښتي، چې د موبایلونو (ګرځند ټیلیفونونو) له واردولو مخکې دې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې جواز تر لاسه کړي. طالبان وايي موخه یې هېواد ته د ټيټ کېفيته او جعلي مبایلونو د واردولو مخنیوی دی.
د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه خبرتيا کې له شرکتونو او سوداګرو غوښتي، چې د مبایلونو د واردولو په برخه کې خپل کارونه او فعالیتونه قانوني تر سره کړي.
سودګرو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له جواز پرته د موبایلونو له واردولو ډډه وکړي.
د طالبانو مخابراتو وزارت سوداګرو ته په ټينګار ويلي، چې د نړیوال ګرځنده تجهیزاتو پېژندنې ای مي (IMEI) له ثبت او داخلولو وروسته دې ګرځند ټیلیفونونه بازار ته وړاندې او وپلوري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګرځنده تجهیزاتو نړيواله شمېره ثبت کول او داخلول د ټلیفون د ورکېدو او غلا کېدو په وخت کې د استفادې وړ وي.
په نورو هېوادونو کې استعمالوونکي دا نړيوال پېژند کاروي څو د ټیلیفون ډول ( برانډ، تولید او هېواد) او د هغه قانوني حالت وپېژنې