په یوه نوي فرمان کې؛ هبت الله د غم او خوښۍ ورځو د نمانځنې په اړه نوې لارښوونې صادرې کړې
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه فرمان صادر کړی. په دغه فرمان کې پر جبري نکاح، په هوټلونو کې د دستمال پر مراسمو او دولتي موټرو پر استعمال بندیز لګول شوی.
د طالبانو مشر د چارشنبې په ورځ د کب پر ۲۹مه د ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه یو نوی فرمان صادر کړی، چې د لومړۍ برخې ۱۳ مادې یې د نکاح پرمهال د نجلۍ رضایت اخیستلو، مهر او کوزدې په مراسمو کې د لګښتونو په اړه دي.
طالبان وايي، هر کال د واده، حج او مړینې د مراسمو پر مهال۲۴۸ میلیارده او سل میلیونه افغانۍ اضافي لګښتونه کیږي.
په دغه فرمان کې راغلي، چې د نجلۍ کورنۍ باید د کوزدې پرمهال له نجلۍ سره مشوره وکړي او مثبت نظر یې واخلي او کورنۍ یې په زور نکاح نه شي کولای.
یاد فرمان وايي، چې ښځه د نکاح کولو پر مهال د نارینه په څیر خپلواکه ده او د خاوند له مړینې یا طلاق وروسته د دې له خوښې او مشورې پرته د ښځې د پلار او یا هم د خاوند د پلار کورنۍ له لوري په زور چاته په نکاح نه شي ورکول کېدای.
د ملا هبت الله په دغه فرمان کې راغلي، چې د نکاح پر مهال ټاکل شوی مهر یوازې د ښځې حق دی او څوک یې ترې نه شي اخیستلای. فرمان د زیات مهر اخیستلو دود پر پای ته رسولو ټینګار کوي او وايي، چې مهر باید د شریعت له مخې چې لس درهمه دی تردې په کمه اندازه ونه ټاکل شي.
سره له دې چې ملا هبت الله د مهر او ولور پر کمېدو ټینګار کړی، خو د دې ډلې ګڼ شمېر لوړپوړو او ټیټ پوړو کسانو دوه، درې او ځینو څلور ودونه کړي او د رواجونو له مخې، د دویم، درېیم او څلورم واده پر مهال لوړ مهر ټاکل کیږي.
په فرمان کې راغلي:« د ولور، خوړې، بابیړي، طویانې او خوښي په نامه پیسې اخیستل جایز نه دي او رشوت ګڼل کیږي. له کوزدې وروسته د پښه خلاصي یا پښه اري او شیریني خوري او یا په نورو نومونو سره میلمستیاوې جوړولو څخه دې ډډه وشي. د دوه ځله (کوچني او غټ) دستمال وړلو اجازه نشته.»
د کوزدې پرمهال په هوټل کې د دستمال مراسم نیول هم منع اعلان شوي.
فرمان وايي، « له کوزدې او نکاح وروسته دي هڅه وشي، چې د امکان په صورت کې ژر ترژره واده وشي. له کوزدې وروسته رواجي او تکراري پوښونه(جوړې) منع دي. د ولیمې او واده مراسم به له اسراف پرته د زوم د توان مطابق د هغه د خوښې په ځای کې ترسره کیږي، د نجلۍ کورنۍ هغوی په هوټل یا قیمتي ځایونو کې د واده د مراسمو په جوړولو نه شي مجبوره کولای.»
د طالبانو د مشر په دغه نوې فرمان په یوه ماده کې راغلي چې زوم به واده په «امارتي موټرونو» کې نه ترسره کوي او له «امارتي وسايطو» څخه استفاده کول منع دي.
په دغه فرمان کې د واده یا کوزدې پر مهال د نورو رواجونو د منع په اړه راغلي:«د واده پر وخت د زوم له خوا دې د ناوې کورنۍ ته خوړه نه وروړل کیږي، د ناوې وړلو پر وخت د ناوې د ماما، د ناوې د همزولو، کلیوالو له خوا دې د زوم له کورنۍ څخه پیسې نه غوښتل کیږي. د کوزدې، دستمال يا واده د مراسمو پرمهال ډزې (ټکان) کول منع دي.»
په دغه فرمان کې په ځینو سیمو کې د ځینو رواجونو د مخنیوي په اړه راغلي چې که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه ډزې وکړي یا یې پیکی پرې کړي او یا څادر پرې واچوي، په دې او یا بلې طریقي سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیر شرعي عمل او جرم دی.
په یاد فرمان کې د مړي د فاتحې، حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ځینو رواجونو او لګښتونو د مخنیوي په اړه لارښوونې شوې دي.
ملا هبت الله دغه فرمان په داسې حال کې صادر کړی، چې دمګړی افغانستان کې ډیری نجونې د نکاح پر مهال د خپلې خوښي حق نه لري او ډېری نجونې له خوښې پرته په نکاح ورکول کیږي.