ایا نوروز د فارسي ژبو جشن دی که پښتانه یې هم نمانځي؟
تاریخپوهان وایي، چې نو ورځ یا نوروز یوازې د فارسي ژبو خلکو جشن نه دی، بلکې دا د مختلفو قومونو او هېوادونو ګډ فرهنګي او تاریخي جشن دی، چې د پسرلي د پیل او د نوي کال د راتګ سره تړاو لري.
دا جشن نه یوازې په ایران، بلکې په افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، کرد مېشته سیمو، اذربایجان، عراق،د روسيې په يو شمېر جمهوريتونو لکه باشکير او تتارستان، خېبر پښتونخوا او بلوچستان، هند او حتی د ترکیې ځینو برخو کې هم نمانځل کېږي.
پښتانه د نوروز نمانځنې اوږد تاریخ لري، له ډېرې لرغونې زمانې پښتانه نوی کال یا نو ورځ جشن نمانځي، مګر ځینې په دې باور دي چې نوروز د فارسي ژبو جشن دی او پښتانه دغه جشن نه نمانځي.
په دې اړه په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر، لیکوال، شاعر او څېړونکی ډاکټر عبدالغفور لېوال وایي، چې دا مطلق غلط باور دی، پښتانه له ډېرې لرغونې زمانې د نوروز جشن نمانخلی او نمانځي یې.
ښاغلی لېوال زیاتوي، د پښتو په ادبیاتو، لنډیو، فلکلوریکو او مدونو متونو کې د نوروز خورا ذکر شوی دی.
له دې څرګندېږي، چې نوروز پښتنو له ډېرې لرغونې زمانې څخه پېژانده، نمانځه یې او په دې ورځ یې ځانګړې مېلمستیاوې، مجالس او بزمونه درلودل.
د لوی افغانستان پښتنې سیمې ګرمې سیمې دي او په دې سیمو کې به یو ډول ښکلي پسرلني ګلان په دامانو او باغونو کې راوتل، نو د پښتو متونو له مخکې خلکو به د ګلګشت مېله کوله. خلک به باغونو ته تلل یا هم دامانونو ته او د ګلانو تماشا ته کېناستل، تغرونه به یې وغړول شاوخوا به ګلان و او دوی به هر ګل ته بېل بېل کتل.
ښاغلی لېوال وایي، یو باور داسې و چې ګلانو، شنو کبلو، روانو اوبو او ښکلي مخ ته په کتلو عمر هم زیاتېږي او صحت هم ښه کېږي.
د لېوال صیب له دې خبرې سره مې ذهن ته دغه بېتونه راغلل:
درې اشیا لرې کوي د سړي غم
شنه ګیاه، جاري اوبه، مخ د صنم
د پښتو ژبې په لرغونو ادبیاتو کې د نورزو په اړه ډېر شعرونه موجود دي.
د پښتو ژبي پخوانيو شاعرانو د نوروز په اړه شعرونه ویلي دي او د دغې ورځ ستاینه او نمانځنه یې کړې ده.
حمید ماشوخیل ویلي:
هغه دم شاه جهان شم په دماغ کې
چې له ښکلو سره کینو په نوروز
ستر خوشحال خان خټګ د نوروز په اړه وایي:
نــن دې غـم لـه مـا نـه ځـان ساتـي کـه ښـه کا
چــې پــــه سـیـل د بــهــار راسـره یـــار شـتـه
چــې لـــه یـاره سـره مست د گـلـو گـشت کړم
مـحـتسب کـه را نـــږدې شـي پـــایــزار شــتـه
بل ځای بیا وایي:
کــه هــمــه عــمــر د بــاغ گــلــونـه گـورم
زمــا خـــوا بـــه پـرې سـړه نـه شي هنوزه
پــه راتـــلـه ورلــره ډېـرې خوښۍ راوړې
پـر خـوشـحال بـانـدې دې قدر دی نوروزه
په پښتو ادبیاتو کې لنډۍ چې ولس پورې اړه لري او شاعران یې معلوم نه وي او د هر حساس پښتون او حساسې پښتنې د احساساتو هېنداره بلل کېږي، د پسرلي خورا ستاینه په کې شوې ده.
پسرلی راغی ونې ګل شوې
زما د زړه ونې خزان وهلې دینه
ـــــــ
پسرلی بیا په وطن راغی
دځمکې غېږ کې ټوکیدلي ګلابونه
ـــــــ
د پسرلي نښې ښکاره شوې
جینکو راوړل په اوربل کې ژیړ ګلونه
په زرهاوو داسي لنډۍ او شعرونه موجود دي، چې په کې د نوروز او پسرلي هر کلی په ډېره ښکلي ادبي ژبه شوې او دا څرګندوي چې پښتانه له ډېر لرغوني دوران څخه نوروز نمانځي.
د افغانستان ټولو شاهانو نوروز ډېر ښکلی او مجلل نمانځلی دی.
دلته غواړم د احمدشاهي دوره کې د ستر امپراطور احمدشاه بابا یادونه وکړم.
تاریخي متونو له مخې، د هندوستان په سترو ښارونو لاهور، ډهلي او کشمیر کې د نوروز نمانځنه احمدشاه بابا له خوا پیل یا هم وغوړېده.
امیرعبدالرحمن خان په خپل کتاب تاج التواریخ کې په دویم ټوک څلورم فصل کې واضیح لیکي، چې په افغانستان کې باید څلور جشنونه ونمانځل شي، اخترونه،لوی اختر، کوچنی اختر او نوروز.
امیرعبدالرحمن خان چې په شریعت ولاړ امیر او اوسپنیز امیر بلل کیږي، نه یوازې چې نوروز یې نه دی ممنوع کړی، بلکې دا یې د افغانستان رسمي اختر ګڼلی.
په همدې کتاب کې یو ځای لیکي، چې زه ډېر خواشینی شوم چې د نوروز په جشن کې مې ګډون ونه شو کړای، مګر ټولو درباریانو ته مې امر وکړ چې هندکي (اوسنی چهلستون) ته ورشي او ښه خوشحالي وکړي او نوروز په خوشحالۍ سره ونمانځئ او خپله کورنۍ مېرمنې او ماشومان مې هم ولېږل.
مستند اسناد موجود دي، چې الاحضرت شاه امان الله خان غازي به اول وینا وکړه بیا به یې خپله قولبه پیل کړه.
افغاني جامې به یې د بزګرانو پر تن کړې وې او ملا به یې په یوه څادر کلکه تړلې وه، او لومړنۍ شودیاره به ده اېستله او بیابه وروسته به نورو بزګرانو اېستله.
د دهقان جشن هم د اماني د دورې محصول ده. ویل کیږي له ټولو ولایاتو به ښه روزل شوي غوایي، پسونه، چرګان او نور مواشي کابل ته راوستل او د پاچا له مخې به یې تېرول د پاچا به خوښیدل او دوی ته به یې تحفې ورکولې.
دا په دې مانا ده چې ټولو شاهانو او حکومتونو د نوروز ورخ نه یوازې نمانځلې بلکې خلک یې کرکیلې او مالدارې ته هڅولي دي.
نو ورځ یا نوروز د طبیعت د بدلون جشن دی.
له ډېرې لرغونې زمانې څخه بشریت دې ته متوجه شو، چې په دغه ورځ کال نوی کېږي، پسرلی رارسېږي. څومره چې په لرغونې زمانه کې د خلکو ژوند په طبیعت پورې تړلی و هغومره دوی طبیعت ته ډېر متوجه و.
شاوخوا ۴۰۰۰ زره کاله له میلاد مخکې اریایي ټبر کله چې مخ پر سویل کوچېدو او له امو څخه رااوښت او له دې ځایه مخ پر ختیځ د هند تر شماله او لوېدیځ ته تر کسپین بهیرې پورې پنځېده دوی کوچیان وو، رمې یې درلودې او په ورشوګانو کې به مېشت وو او د همدې لپاره د ورشوګانو شنه کیدل او د پسرلي راتلل د دوی لپاره یو لوی زیری و ځکه چې د دوی ژوند ورپورې تړلی و. وروسته له دې چې دوی مېشت شول کرکیله او مالداري یې پیل کړه بیا هم د دوی ژوند په پسرلي پورې تړلی و.
په لرغونه زمانه کې د نوروز د راتللو او د خوشالیو د نمانځلو خوشالي له ورایه معلومیدې. دا نه یوازې په اریایانو کې هم نه په لرغوني مصر کې چې د لومړي ځل لپاره کالهنداره هم دوی جوړه کړه، دوی د شمسي او قمري کال توپیر په همدې وکړ.
دوی به ویلې هغه ستوری چې سیروس یا شب اهنګ نومېږي دا د اوړي په منځ کې راخېژي او تر دې څلور نیمې میاشتې مخکې کال نوی کېږي د زراعت او کرکیلې جشن جوړېږي.
ځیني شواهد ښیي، چې نوروز حتا د مایا په تمدن کې چې د امریکې په قاره کې اوسېدل دغه جشن یې نمانځله.
ځینې تاریخ پوهان په دې باور دي، چې نوروز د زردښتي دین په دوران کې رامنځته شوی، خو په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر، لیکوال، شاعر او څېړونکی عبدالغفور لېوال وایي، چې نوروز له زردښتي دین څخه مخکې موجود و او دا نشو ویلی چې نوروز د زردښتي دین په وخت کې رامنځته شوی دی.
ښاغلی لېوال زیاتوي، چې نوروز د دیني یا مذهبي پلوه له زردښتي یا کوم بل دین سره کومه رابطه نه لري.
د هغه په اند دا یوه دیني یا اعتقادي ورځ نه ده، بلکې د طبیعت د لمانځلو تاریخي دودیزه ورځ ده چې افغانان او پخوانیو اریایانو نمانځل.
په پای کې ویلی شوو، چې نوروز یوازې د فارسي ژبو خلکو جشن نه دی، بلکې د مختلفو قومونو او ملتونو یو ګډ فرهنګي او تاریخي جشن دی، چې د پسرلي د پیل او نوي کال د راتګ سره تړاو لري. پښتانه هم له ډېرې لرغونې زمانې د نوروز نمانځنه کوي.
د پښتو ژبې ادبیاتو او شعرونو کې د نوروز ځانګړې ستاینه شوې او د دې جشن په اړه په پښتو فولکلوریکو متونو کې هم ژوره اړیکه شته.
نوروز مذهبي یا قومي جشن نه، بلکې د طبیعت د زیبایۍ او د ژوند د نوې پیل نمانځنه ده.