پوتين له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې له تاجکستان سره امنيتي همکاري پياوړې کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې روسیه به له افغانستان څخه د رامنځته شویو ګواښونو په پام کې نیولو سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر پرمهال د روسیې له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

له لیدنې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې روسیه به په اسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له تاجکستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

پوتین وویل: «په طبیعي توګه، موږ نه شو کولی په مرکزي اسیا کې او په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې څخه راپورته کیدونکو ننګونو او ګواښونو امنیتي مسالې له پامه وغورځوو».

د روسیې ولسمشر زیاتوي چې روسیه به په تاجکستان کې ددغه هېواد د ۲۰۱ پوځي اډې د کارولو په ګډون په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «موږ پرېکړه کړې چې دفاعي، پوځي او تخنیکي همکارۍ لا ژورې کړو او همدارنګه د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړو.»

پوتین دا هم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې یې د تاجکستان په غرنۍ سیمه کې یوه سرحدي اډه پرانستل شوې ده.

هغه وويل:«دا اډه د روسیې په فدرالي فنډ جوړه شوې او په وروستيو تخنیکي تجهیزاتو او وسلو سمبال ده، نن موږ په دې برخه کې د همکارۍ د دوام موافقه وکړه».

تاجکستان د نشه یې توکو ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو ځینو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د تاجکستان اسلامي غورځنګ څانګې انصارالله نه سخته اندېښنه لري.