د طالبانو ویاند وایي، یوناما دې دوی ته په م.م کې د افغانستان د څوکۍ په سپارلو تمرکز وکړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یوناما غوښتي، چې ‏په خپل دغه غځول شوي ماموریت کې دې دوی ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په سپارلو تمرکز وکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ دوشنبه د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۶ کال (د مارچ میاشتې تر ۱۷مې نېټې) پورې د یوه کال لپاره وغځاوه.
ښاغلي مجاهد په دې تړاو پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یوناما باید د تېر په څېر خلکو ته بې‌ځایه اندېښنې وانچوي، ‏له یو یا دوو مسلو څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان پرضد پروپاګند ونه کړي او د مغرضو کړیو لپاره د لاس اله نشي.
نوموړي له یوناما غوښتي، چې دغه استازولي باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا کې مرسته وکړي.
هغه دارنکه ویلي:« یوناما دې په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو په سم انعکاس ‏او د افغانستان د خلکو د نړۍوالو حقونو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د پيسو د غصب د پای ته رسولو او نورو مهمو موخو لپاره کار وکړي.»
نوموړي څه موده وړاندې هم په یوه غږیز پیغام کې د یوناما پر فعالیتونو نیوکه کړې وه.

هغه ویلي و، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی؛ لکه څنګه چې ترې تمه کېږي.