طالبانو د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له دندو ګوښه کړل
د طالبانو لهخوا د افغانستان له علمي بنسټونو څخه د متخصصو او تجربهلرونکو کسانو د ګوښهکېدو په دوام، دغې ډلې په دې وروستیو کې د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له وضاحت او دلیل پرته ګوښه کړي دي.
په یوه خپور شوي مکتوب کې لیدل کېږي، چې دا استادان د پوهندوی، پوهنمل او پوهنیار اکاډمیکې رتبې لري او ویل کېږي چې خپلې لوړې زدهکړې یې په بهرنیو پوهنتونونو کې سرته رسولې دي.
پوهندوی صنعتالله جویا، پوهنمل محمدانور ظفري، پوهنمل عبدالبصیر عزیزي، پوهنمل محمدراشید رحیمي، پوهنمل محمدقاسم رشیدي او پوهنیار امینالله رحیمي هغه استادان دي، چې طالبانو تازه د بدخشان له پوهنتون څخه ګوښه کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښهکېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.
د طالبانو لهخوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلیو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.
څه موده مخکې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د انسجام کمېټې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ويلي و، چې دغه وزارت د البيروني او پروان پوهنتونونو ۱۴ استادان د استادۍ له دندو ګوښه او اداري بستونو ته یې تبديل کړي دي.
په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربهلرونکو استادانو د ګوښهکېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ځلونو د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي غوښتي څو بېرته هېواد ته ستانه شي.